غزل
اوس دا در لۀ فېض خالي دے، نوے در به کتل غواړي
د غرض وېئنو وهلې، دا درشل بدلول غواړي
۔
يا خو ښۀ مضبوط لاس راکړه، يا مې پرېږدوه چې ځمه
ماته لار اوږده پرته ده، دا مزل به وهل غواړي
۔
نن د قام بچو سرونه، په نېزو دي خپل پېرلي
د ابهام پرده چاک شوې، حقيقت به وئيل غواړي
۔
د ټوپک د جبر لاندې، تا چې برخه مې ليکلې
زه پرې نور قناعت نۀ کوم، دا تختۍ به وينځل غواړي
۔
د شعور نمر نمايان کړل، هغه پټ مکروه روحونه
اوس به چغه حېدري وي، اوس به سر هسکول غواړي
۔
دا د ظلم تيَرې هسې، په اسانه د تلو نۀ دي
مشعلونه په بَلو به، د هر کور بَلوَل غواړي
۔
نور د ډول اواز تېره کړه، دا اتڼ دې نور کاواک کړه
د عفريت ښکرونه مات دي، بس اوس غاښ ترې ويستل غواړي
۔
همايون مسعود
..........
Post a Comment