دَ آرواښاد ډاکټر محمد آعظم "آعظم" صېب کلام "
دَ حُسن نـظـــــــرمـــاتي لـه تـورونـه خـو بـه وي
آشنـــــــا دَ مُحـبـت پۀ مـــخ داغــونه خو به وي
سپـــرلـیـه دَ ګُلــــونو خندا څومــره لېونتوب وۀ
لـیــــدلي دې نن څـیـــري ګـــرېوانونه خو به وي
دَ زړۀ پۀ چـمـن بند نۀ کـړئ دَ وینـو اوبۀ خوَرې
زخـمــونو کښې نال شـــوي اُمیــدونه خو به وي
خـطاب دَ لېـــونـتـوب حـاصــــلـولـو له زړګـیـــه
دَ مـیـنـې پـۀ جـهـان کښې تُهـمـتـونـه خو به وي
زړګیه دَ زړۀ داغ هـم دَ جانان دَ ستـرګو تور کړه
دَ مـیـنـې ســــرمـــــایه دَ چـا یـادونـه خو به وي
دَ خُلې پۀ خاموشو کۀ نه دَ زړۀ پۀ هنګامو کښې
آشنـــــــــا دَ بېــــــــــدادونو رودادونه خو به وي
آزغـي چې دَ ګُلـــونو پۀ نامـــه چرته خرڅـیــږي
پـۀ ژبـه دَ اِحســــاس نو تـنـقـیــدونـه خو به وي
اے وخته ستـا دَ تګ لارې زمونږه دي ستا نۀ دي
مـنــــزل کۀ زمــونـږ نۀ شـو مــــزلونه خو به وي
آعـظـمــــه کۀ دَ ژوند پۀ رڼـاګانو شپـې پرَتې دي
لـېـمـــو کښې مو نیـــولي ســــحرونه خو به وي
Post a Comment