ارواښاد پروفېسر ډاکټر محمد اعظم اعظم
اول دَ ځان وُم اوس جهان دې کړمه
دَ محبت زمکې اسمان دې کړمه
دَ مئینتوب کوڅې راټول دې نۀ کړم
دَ لېونتوب څیرې ګرېوان دې کړمه
د سترګو رپ کښې به بسمه بسمه شم
رېښمی بڼو کښې اوېزان دې کړمه
د غم صحرا کړم اسوېلی اسوېلی
ژونده سيلۍ دې کړم طوفان دې کړمه
وخته دلدار او که روزګار واخلمه
د ازمېښتونو یو کاروان دې کړمه
ډېرو کتو دې آئينه کړه دَ ځان
اعظمه وائی چې په ځان دې کړمه
Post a Comment