غزل
رحمت شاه سائلؔ
ــ
زما د تړمو وينو جام واخله
راشه د نوي ژوند پيغام واخله
د ژوند په لاره که زما سره ځې
په لمبو پښې کيده اؤ ګام واخله
ستا په نظر کې مې پښتو اوليده
راشه دا خُوږ زړه مې انعام واخله
په خُلې مې مُهر دے وئيلې نه شم
په سترګو سترګو کې سلام واخله
لږ خو تۀ هم زما د مينې په سر
ګيډے ګلونه د الزام واخله
مُلا که زۀ دې کړم کافر نو خير دے
خو د يار نوم په احترام واخله
نن يې په سترګو کې بس دومره اووے
د سحر زيرے په ماښام واخله
سائلؔه! ګل دې چرته اونه ريژي
بوسه ترې واخله خو په پام واخله
ــ
ــ
ښاغلي رحمت شاه سائلؔ
شاعري ټولګه/ د وير په چم کې وار د نغمو دے
مخ _ ۷۶ (76)
Post a Comment