سوال
که د خوب لیده رښتیا وي
زما هر خوب دي دروغ شي
ما د تورې شپې په زلفو
څه بلا خوبونه ولیده
ما د دې دُنیا د مخه
د دُنیا خوبونه ولیده
خو په یو خوب کښې ته نه وې
لکه هېڅ چې زما نه وې
ما په چغو چغو اُوي
که زما خوبونه دا وي
زما هر خوب دې دروغ شي
که د خوب لیده رښتیا وي
چې په کوم خوب کښې تا وینم
هغه خوب دې ماله راشي
که خوبونه رښتیا کېږي
هغه خوب دې په رښتیا شي
صاحب شاه صابر
Post a Comment