اوس څۀ وشو چې داسې یرېدلی یې اوتر یې
ما هم یرول غواړې لېونی یې زورور یې
زۀ څۀ وکړم ستا ومنم د ژونده لاس په سر شم
د مینې نه توبه کړمه د مینې نه منکر شم
نه نه له مانه نۀ کیږي دا نۀ کیږي دا نۀ شي
زما لمن دې چرته په دروغو پاکه نۀ شي
تۀ ځه ورځه چې تاته په کښې پېښه نوره نۀ شي
زما په الزامونو دې لمنه توره نۀ شي
زما مینه خودسره ده باغي ده تواني ده
زما ژوند لا تر دې ورځې بېللې جواري ده
صاحب شاه صابر
Post a Comment