ما چې کوم نوم د خپل نظر په آیینه ولیکو
هغه نوم هر سړي په خپله دروازه ولیکو
زه خو سپرلي ستا د ښایست له مخه پیژنمه
ما خو غزل ستا د قامت په حواله ولیکو
د دوزخونو په تودو لمبو کې ورغلمه
د جانان نوم مې د جنت په مناره ولیکو
د ښایستونو د سپرلي په ښار کې پوخ دیره شوم
د مینې ټکی مې په زړه کې په پخه ولیکو
ما خو د ژوند په کتاب بل اعتراض نه دی کړی
ما یې تنقید په بې ترتیبه سریزه ولیکو
هغه چې ما پکې ډیوه په لاس ټکرې خوړې
ما یو کتاب په هغه شپه هغه تیاره ولیکو
نور چې مې څه لیکل کاغذ وو په کاغذ مې لیکل
خو چې ستا نوم مې لیکه دا مې په سینه ولیکو
په زمانه پس مې څوک ولیده چې هغسې وه
په زمانه پس مې یو نظم هغه شپه ولیکو
ارواښاد داکتر صاحب شاه صابر
Post a Comment