اورم چی سپرلي راځي
خکاري چې ساقي راځي
مونږ دہ محبت دہ ښار
مونګ لا زندګی راځی
خکاری چې راتلونکې دہ
ځمکه خوزي ځي راځي
عقله مبارک دې شه
ځان سرہ دې وړي راځي
دا ګودر په تا آباد
تالہ لیوني راځي
زړونه یی دہ کانړو دي
تا وینی ژوندی راځی
دا دہ زړوڼو لوبې دي
دی کی تباہی راځی
ستا دہ کلی ډیر خلک
ستا ذکر کوي راځی
عشق داسی په نخه کڑم
غم چی چرته وی راځي
وار اوکړه لګ صبر شه
غمه خوشحالی راځی
خاوری به یو مړه
خکلی چې راځی راځی
مینه کمیدونکی دہ
ژوند کی څه کمی راځي
دلته کی صابر مئین
دلته خو که مری راځي
صاحب شاه صابر
Post a Comment