ټولې دنیا ته مې د یو سړي صفت کړې دې
ما په یو څو ورځو کښې څومره محبت کړې دې
زه د دې ښار د نفرتونو د بتانو دشمن
ما په دې ښار کښې د مئینو امامت کړې دې
د دې کوڅو نه صبریدل زما د وسه نه دي
ګني یارانو راته هر وخت نصیحت کړې دې
ما د هر ګوټ سره د یار د سترګو ذکر کړې
ما د شرابو په نشه کښې عبادت کړے دې
هغه چې زه یې د ښائست په صفت نه مړیدم
هغه سړي زما په هر ځائې کښې غیبت کړې دې
زما رقیب د محبت په معنٰی څه پوهیږي
هغه خو ژوند هم په یو لوئې منافقت کړې دې
ستا د یادونو د سپرلي ګلونه نه هیروي
ګني نو ما خپلو زخمونو ته منت کړې دې
د ملازو د ملامتو یې ساتلے یمه
زما احساس زما په هر ځائې کښې عزت کړې دې
د ډیرو ښکلو د ښائیست ثناء دې وي صابره
خو په غزل کښې دې د خپل جانان صفت کړې دې
صاحب شاہ صابر صاحب شاه صابر صيب ❤️🩹 ..........
Post a Comment