نۀ زۀ د چا په مثال شوم، نۀ څوک زما په مثال
زړۀ عجب څيز دی، لا په دې حالت کې نۀ دی خوشحال
اوس چې قدم پورته کومه په خپل ځان يې ږدمه
ما خو ګڼله دا دنيا د خپلې لارې ديوال
سترګې د څومره منظرونو نه راتيرې شولې
د هر تصوير په شا مې وليد يو تصوير د زوال
د کومې مياشت په طاقو شپو کې خدای قبوله کړله
ما به غوښتله يو دعا او دعا ستا د وصال
که سمرقند او بخارا او پېښور نۀ لرم
دا شين زړګی خو درکوی شم، ستا د زنې په خال
دا آئينې زما د زړه د حال نه څه خبر دي
دا چې زما خدوخال دی، نۀ دی زما خدوخال
لارې وهو د ناليدلو خلاګانو په لور
تسنيمه! کوم جوګي له ورشو په چا وګورو پال
~رياض تسنيم
Post a Comment