د سحر اعجاز
اعجاز خټک د پښتو د شعر و ادب د تنظيمي تاريخ او روايت يو نۀ هېرودونکے کردار دے. په ديار غېر کښې پښتانۀ شاعران اديبان د يو ادبي تنظيم د جنډې لاندې راغونډولو سهرا د دوي په سر ده. د دوبۍ غوندې مصروف وطن کښې په يوه داسې مشغله کښې ځان او ملګري مصروف ساتل چې ظاهراً پکښې هېڅ مالي او مادي ګټه نۀ وي د اعجاز خټک په شان د مجنونانو کار دے.
هغه د پښتو ژبې او ادب د پرمختګ دپاره په تنظيمي هلو ځلو کښې دومره بوخت وۀ چې خپل ځان هم ترې هېر وۀ. د نورو شاعرانو اديبانو کتابونه خو يې چاپ کړل ولې خپل کتابونه يې د ژوند په اخري پړاو کښې منظرعام ته راغلل. په دې سلسله کښې يې درې څلور کتابونه نور هم چاپ ته تيار وو او يو څو پبلشرانو سره يې د چاپ دپاره خبرې اترې هم روانې وې خو خداے ته به نۀ وه منظوره چې هغه کتابونه د دوي په ژوند چاپ نۀ شول. د يو څو کتابونو نه يې زۀ خبر يم او د دوي د مرګ نه پس ما د دوي وارثانو او رشته دارانو سره پرې خبرې هم شوې دي خو لا تر دې دمه يې څۀ سمون نۀ دے خوړلے. زۀ هيله من يم چې د دوي دا اثار به محفوظ وي خو ورسره اندېښمن هم يم ولې چې په کورنۍ کښې يې داسې وارث ما ته تر دې دمه په نظر نۀ دے راغلے چې هغۀ د اعجاز خټک د اثارو د چاپ يا کم از کم د محفوظ ساتلو څۀ د ډاډګيرنې اظهار کړے وي. زما په شمول د اعجاز خټک د ټولو ادبي ملګرو دا فرض جوړېږي چې د هغوي د تخليقاتو د تحفظ دپاره خپل کردار ادا کړي. خصوصاً د اماراتو پښتو ادبي ټولنه، ساهو ليکونکي کوهاټ او پښتو ادبي ټولنه لاچۍ دې خپله غاړه خلاصه کړي ولې چې د دې ټولنو په بنيادونو کښې د ښاغلي اعجاز خټک اخلاص، مينه او وفا شامله ده.
مشر سعادت سحر چې يو کهنه مشق او بسيار نويس شاعر، اديب او محقق دے د ښاغلي اعجاز خټک سره د خپل تعلق او مينې په اساس واقعي چې سپين سپيځلے دے. د ژوند تر اخره يې ورسره وفا وکړه او د هغوي د مرګ نه وروسته هم د خپلې مينې ثبوت وړاندې کوي. د ارواښاد اعجاز خټک ناچاپ کلام يې ډېر په کړاو او شواخون د مختلفو ذرايعو نه راټول کړے دے او بيا يې پخپله ترتيب کړے او کمپوز کړے دے او اوس يې "د ژوند تودې سړې" په نوم چاپ ته سپاري. د ښاغلي دا کار په هر حواله د ډېرې ستاينې وړ دے. دې سره به که يو خوا د اعجاز خټک دا ناچاپ کلام محفوظ شي نو بل خوا به د هغوي په وارثانو کښې هم دا جذبه راپېدا شي چې د اعجاز خټک نور ناچاپ تصنيفات او تاليفات په محفوظ ساتلو او منظر عام ته راوړلو کښې خپل مثبت کردار ادا کړي.
د مشر سعادت سحر ترتيب کړې په دې مسوده کښې زياتره غزلونه دي چې پکښې يو شمېر غزلونه په مختلفو طرحو ليکلي شوي او څۀ پکښې نيمګړي غزلونه هم شامل دي. د سورة فاتحه منظومه ترجمه او حمد و نعت نه علاوه پکښې په ځينې روحاني، علمي، ادبي او سياسي شخصياتو نظمونه هم شامل دي چې پکښې باچاخان او سعدالله خان حېران د يادونې وړ دي. يو شمېر قطعو او هائيکو سره سره پکښې فرديات هم شامل کړي شوي دي.
په دې مسوده کښې ځينې هغه شاعري هم شامله ده چې ښاغلي اعجاز خټک په خپله اولني شعري مجموعه "شور شور خاموشي" کښې د څۀ مصلحت له کبله نۀ وه چاپ کړې او څۀ کلام د هغوي د دويمې شعري مجموعې "دا همه غزل غزل شي" (چې چاپ ته تياره وه) برخه معلومېږي. دې نه علاوه نور کلام د مشر سعادت سحر د خپل کړاو او محنت نتيجه ده چې دوي ډېر په ګرانه راټول کړے دے. د مشر سعادت سحر د ارواښاد اعجاز خټک د کورنۍ سره هم نزدې تعلق دے نو زۀ هيله من يم چې دوي به د هغوي هغه پاتې اثار هم ترلاسه کړي او د چاپ په کالو به يې ښايسته کړي.
لاچۍ د سياست په حواله هم يو تاريخي پس منظر لري. خصوصاًد خدائي خدمتګار تحريک دلته ستر فعاليت لرلو. په پښتو ادب د دغه تحريک احسانات د نظر انداز کولو نۀ دي. دپښتو جديد ادب په وده او پرمختګ کښې د باچاخان د دغه تحريک کردار لکه د نمر روښان دے. په دغه دور کښې د نورې پښتونخوا په شان په لاچۍ کښې چې کوم شاعران وځلېدل د هغوي په افکارو نېغ په نېغه د دغه تحريک اثرات وو. هغه که اولسي شاعران وو او که ادبي. دلته بايد دا هم ووايم چې په لاچۍ کښې شاعران په دوو ډلو کښې تقسيم وو. يوه ډله د اولسي شاعرانو وه چې دوي د خپل فکر د اظهار دپاره د اولسي شاعرۍ خصوصاً د چاربېتې لمن ونيوله او بله ډله ادبي وه چې دوي د جديد ادب پله مايل وو او د جديد نظم او غزل په لاره يې تګ خوښ کړو. په اولسي شاعرانو کښې بادشاه ګل استاذ او په ادبي شاعرانو کښې سعدالله خان حېران د يادونې وړ دي. سعدالله خان حېران په فکري حواله د باچاخان پيروکار وۀ او ادب کښې د ايوب صابر او اجمل خټک غوندې د سترو شاعرانو همنوا او همسفر وۀ. حېران صېب چې کوم شاګردان روزلي او پاللي دي هغه نن هم د پښتو ادب د سر ستوري يادېږي. سعادت سحر، اعجاز خټک، سعيد رهبر، ډاکټر اقبال فنا او مېجر الطاف خټک او داسې نور د حېران صېب د صحبت نه فېضياب دي چې اوس هر يو د غزل او نظم دواړو په حواله خپل خپل رنګ او اهنګ لري. خو ښاغلي اعجاز خټک ته د خپل همه جهت شخصيت په اساس انفراديت ضرور حاصل دے. د تنظيم سازۍ په حواله خو يې ذکر وشو ولې د هغوي د شخصيت يو بل ښکاره اړخ د هغوي مېلمه پالنه وه. مونږ چې کله هم د هغوي کور ته ورغلي يو نو د اسراف ترحده يې تلکف کړے دے. دې نه علاوه يې د پښتو د ژبې او ادب د پرمختګ دپاره هم ډېره سرمايه لګوله. د ښاغلي د مرګ نه څو ورځې وړاندې مونږ د ارواښاد صادق سرګردان صېب په ياد کښې يوه غونډه راجوړه کړه. مونږ د غونډې په تنظيمي چارو کښې بوخت وو او مختلفو شخصياتو سره مو ملاقاتو کول. په دې دوران کښې راته ښاغلي اعجاز خټک فون وکړو د حال احوال نه پس يې رانه د غونډې په اړه پوښتنه وکړه او بيا راته ووئيل چې زړۀ مې ډېر کېږي چې زۀ هم درسره په دې منډو ترړو کښې شريک شم، بيا يې ووئيل چې زۀ تاسو سره مالي مرسته کول غواړم، ما که هر څو ورته ووئيل چې ټول انتظامات شوي دي خو هغوي ووئيل چې نا داسې نۀ شي کيدے تاسو خامخا زما خوا له راشئ. زۀ چې کله هلته ورغلم نو هغه د بهر راوتلو جوګه نۀ وۀ د خپل زوي حېدر په لاس يې راته د غونډې دپاره چنده راکړه. يقين وکړئ چې دغه لمحه کله هم زما تصور ته راځي نو د زړۀ سترګې مې نمجنې شي. داسې مخلصه خلک به تاريخ ياد ساتي چې د مرګ په بستره هم د خپلې ژبې خدمت نه مخ نۀ اړوي.
ارواښاد اعجاز خټک په بنيادي توګه د نظم شاعر دے. هر څو که هغوي د غزل نه علاوه په نورو ژانرونو لکه قطعه او هائيکو کښې هم خپله طبع ازمائي کړې ده خو چې کوم زور او شور د هغوي په نظمونو کښې ليدے او اوريدے شي هغه په دې نورو ژانرونو کښې لږ کم او تت ښکاري. په فني توګه هم د هغوي شاعري ډېره ځانګړتيا لري خو دومره ضرور ده چې په فن يې د فکر سرۀ غالب دي. دا صرف د اعجاز خټک نه بلکې د ټولو ترقي پسندو شاعرانو شريکه مسئله ده. او نن سبا خو باقاعده دې دپاره منظم تحريکونه چلولے شي چې په شاعرۍ کښې فکر ته اوليت ورکړے شي او فن د شاعرۍ دپاره ثانوي توکے ورګرځولے شي.
"د ژوند تورې سړې" کښې چې کوم کلام مشر سعادت سحر انتخاب کړے دے لږ ډېر ما د اعجاز خټک د نور کلام سره موازنه کړے دے او يا چې کوم کلامونه زما له مخې تېر شوي دي او يا ما د ښاغلي اعجاز خټک له خولې په مشاعرو کښې اوريدلي دي، په ځينو شعرونو، مصرعو او يو نيم لفظ کښې راته بدلون په نظر راځي. اوس به دا ښاغلي سعادت سحر ته علم وي چې دا بدلون په څۀ سبب راغلے دے؟. ايا اعجاز خټک پخپله داسې کړې دي چې اکثر شاعران وخت په وخت په خپل کلام کښې د وخت او ضرورت له کبله خراش تراش کوي او که نا مشر سعادت سحر د نېک نيتي په بنياد د اعجاز خټک په کلام کښې اصلاح کړې ده؟ مشر سعادت سحر يو استاذ شاعر دے او بلها شاګردان هم لري چې دوي يې په کلام کښې اصلاح کوي نو ځکه دا خبره هم قبل از امکان نۀ ده. هر څو که د بعضې شعرونو په يو نيم ځاے کښې د اصلاح ګنجايش وي خو دې سره وروسته بلها نورې مسئلې هم پېدا کيږي لکه چې نن مونږ د خپلو کلاسيکي شاعرانو په قلمي او چاپي نسخو کښې يو خليج وينو او اوس يې مونږ سره د حل هېڅ لاره نشته. په دغو قلمي او چاپي نسخو کښې موجود فرق ته محققين د مدونينو او کاتبانو د لاسوهنې په نظر ګوري او سعادت سحر په خپله هم دې عمل ته د ګوتوهنې نوم ورکړے دے او "د خوشحال بابا د غزل جاج" کښې يې پرې زبردسته نيوکه کړې ده.
مشر سعادت سحر د ادب په مېدان کښې بلها مهارت او تجربه لري او جهد مسلسل يې دا برکت دے چې د تېرو څو کالونو نه په کال کښې يو يا دوه کتابونو د پښتو جولۍ ته سپاري چې پکښې د تخليق او تحقيق ترڅنګ ترجمې او تاليف هم شامل دي. زۀ د مشر سعادت سحر دې ادبي خدمت د قدر په سترګه ګورم او مننه يې کوم چې د اعجاز خټک د پاتې اثارو د چاپ کولو اولنے ګام دوي پورته کړو او په دې مصرعه خپلې خبرې پايې ته رسوم چې:
تۀ په ټولو کښې اول يې دويم نۀ يې
د پښتنو د روښانه سباوون په هيله
ډاکټر شاکر اورکزے
٢٩ جون ٢٠٢٤ء
Post a Comment