ړانده نه وو دا خلک خامخا به پوهېدل

شاعرې

Wednesday, November 13, 2024

ړانده نه وو دا خلک خامخا به پوهېدل

 


*فضل سبحان عابدٓ* 


ړانده نه وو دا خلک خامخا به پوهېدل

زما او ستا چې يو بل ته رنګونه زئيړېدل


کچه به ؤ دا کار ولې پېغور پکښې د څۀ

څۀ بل چاته خو نۀوو خپل جانان ته مې ژړل


سرونو باندې ؤشولې څه بل شانتې کانې

څه دلته پرېکېدل, څه ټيټېدل, څه خرڅېدل


په زړونو کښې مې ځاۍ کړلې دعا راته کوه

زما د مئينتوب نه مخکښې چا درته کتل ?


معصومې او ساده ښکاري ستا سترګې غلچکۍ

اوستاذې دي ورځي ورله د زړونو تښتؤل


زما دا بده ؤرځ او ستا دومره سخاوت ؟

چې ماته په خندا شوې که دې ما پورې خندل


چې هر وخت مرؤر کړې په وړه خبره ځان

عابده ورته ګران به شي اخر پخلا کؤل

Post a Comment

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

Name

Email *

Message *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف