مضمون مې مختصر وي او اشعار مې مختصر
الفاظ مې مختصر وي او ګفتار مې مختصر
ګيلې مې مختصرې وي مننې مختصرې
ژړا مې مختصره وي دیدار مې مختصر
الله په زړۀ عالم دے او حاکم دے په دې وجه
دعا مې مختصر وي او آزار مې مختصر
د وخت قدر کوومه سائل زر رخصتوومه
اقرار مې مختصر وي او انکار مې مختصر
بغیر د ضرورته طوالت ښۀ نه ګڼمه
اميد مې مختصر وي انتظار مې مختصر
منزل ته رسېدۀ زۀ روغانے غواړمه ربه
په خپل فضل و کرم کړې دغه لار مې مختصر
(ارواښاد روغانې بابا)
Post a Comment