په څـــړیکو کښې مې خپل یو یو پرهر اباد ساتلی
ستا یاد دی ټــــوله شپه مې پرې ځیګر اباد ساتلی
ـ
هر څــــو که ترې چاپیره تاو دی شپول د تاریکو
خـــو لــــمر دی په رڼا ئ دی سحر اباد ساتلی
ـ
ای خدایا، خالي مه کړې زمونږ غر ، له ځناورو
هم دغــــه ډار زمــــونږ د انسان غر اباد ساتلی
ـ
نه غــــواړم شـــــهادت، نه لنـــډه لار د جنتونو
د ژوند لټــــون خــــو تل د ژوند ســفر اباد ساتلی
ـ
پیـــدا کــــړي د نظــــر په رنګینو کــښې رنګیني
اوفـق په خـــپل رنګـــونو مـــاځیـــګر اباد ساتلی
ـ
په ژوند مــــیینو تل د ژوند خــــواږه دي لټولي
د ژوند دې دښــمنانو جنګ ، لښــکر اباد ساتلی
ـ
دیوال مې ترې د عــــقل او د فکــر راتاو کـــړی
ای خـــدایا ما خــــو ســتا پیرزو هنر اباد ساتلی
ـ
تاریخ ژوندي ساتلي دي لا مړه نه دي که مړه دي
جــــمیله ، چې د مینې چا دی کـــر اباد ساتلی
Post a Comment