وخت دى نوى نوې نوې قيصي غواړې
د واعــــــظ خـــبره ښه ده خو زړه ده
خدايه واورې پرې راکښې کړې بې موسمه
پښـــتونخوا چې څومره ده لمـبه لمـبه ده
دې زما زړه ته ګناه نشته ساده دی
چې شیطان ور اچولې وسوسه ده
نۀ مې سمه په خوارو نه په زارو کړه
دا د ژوند قیصه هم ورانه ماشوړه ده
اوس که لګې په بل چا وژل به نه کړې
دا ګــــولۍ زمـــا نه وتــې ده سړه ده
لا تر اوسه چې يې نه وينې خوب هم څوک
زیـــاره ستا په خوله د هغه وخت ټــــپه ده
ډاکټر خالق زيار
Post a Comment