ستا د قامت ستا د وربله بلا
په ما پريوتی څو څو ځله بلا
مه په خورو زلفو دې لاس مه وهه
را پاروې راپسې څلــه بـــلا
ستا د نظره هسې نه يرېدم
ما دې په سترګو کې لیدله بلا
ما مېخانې ته سهي نه بوتللې
مادې د سره پاسوله بلا
زه د حالاتو جبر شل نه کړمه
په ما پرېوتې ده څه بله بلا
که د جانان د سوري لري لاړم
خوځي مې نه د زړه د تله بلا
صابره څوك د چا بلا څه کوي
د هر چا خپل غمونه خپله بلا
Post a Comment