د پيرمحمد کاروان صېب غزل
په زړه مې ولې راورېږې څه باران خو نه یې
هسې مې درد راویښوې زما درمان خو نه یې
د مخ په پاڼه به دې څه خوږه غزله لیک وي
سپینه کتابه یادوم دې دومره ګران خو نه یې
د خیال هد هد دې څومره ګڼ ګڼ پېغامونه راوړي
دا مې خطا وه چې ویل مې سلیمان خو نه یې
ما به بې وخته لېونی کړې په اغزو به ګرځم
غېږ به رانه كړې ښکلیه باغه بیابان خو نه یې
د ژوند د وچ ساحل په مخ مې لمدې شونډې نه ږدې
شنه سمندره زه دې څه کړمه توپان خو نه یې
د نور په غشو مې له هسک نه په لېمو کې ولې
نه راځې ستوری د آسمان شوې مهربان خو نه یې
ښكلیه سالار مې که د عشق د منزلونو نه کړې
بیا راته وایه چې درواغ وایې کاروان خو نه یې
ستر پیر محمد کاروان
Post a Comment