عبدالغنی خان بابا
اے خدايه عقل راکړه اے خدايه پويه را
زړګے مظبوط راکړه او سينه لويه را
سترګے د لمر راکړه او سينه لويه را
بيا ټول غمونه دی د دے جهان را
ماته ئے په سر کړه ځار در نشمه
زه به ئے وړمه زه به ئے وړمه
يار بهادر راکړه که همت نه راکوی
غیرتی ورور راکړه که غيرت نه راکوی
د سکندر بخت را د دارا خيال را
مټ د خالد کښے توره هلال را
اسلام دے پرېږده ماته ځار در نشمه
زه به ئے ګټمه زه به ئے ګټمه
د شپے خيمه کښے د عشق شراب را
پاک مل د لارے لکه ګلاب را
د سپوږمی نور راکړه لوبو کولو له
د بوډئ ټال راکړه جوټو وهلو له
جهان دے پرېږده ځار در نشمه
جنت به ئے کړمه جنت به ئے کړمه
Post a Comment