یو کار ځانــــله پـه زور مې جوړؤ خو جوړ مې نۀ کړو
یو څوک د سترګـو تور مې جوړؤ خو جوړ مې نۀ کړو
ستا یــاد ستا تصـوّر کښې مې په ویخـه شپۀ سبا کړه
لالیــــه ســتا انځـــــور مې جوړؤ خو جوړ مې نۀ کړو
بلـها مسافــــــري مې پـــه پردي وطــــــن کښې اوکړه
بچــــوړو لــــه یـو کور مې جوړؤ خو جوړ مې نۀ کړو
په دې ښار کښې بس هر سړے په خپل غرض مئین ؤ
که څوک ورپکښې رور مې جوړؤ خو جوړ مې نۀ کړو
روزګار کښې مې د داســــــې بې ضمیرو سره ژوند ؤ
نور شوے وومــه شور مې جوړؤ خو جوړ مې نۀ کړو
زۀ ناست ووم خـــــو نقیبه یاران پاتــــــې شو رانغلـو
محـفل د ټنګ ټکـــــور مې جوړؤ خو جوړ مې نۀ کړو
نقیب یوسفزے
ایک تبصرہ شائع کریں