غزل
کېدے شي د زوال لاره ورغلې تر کمال وي
کېدے شي د کمال پرده کښې پټ پنهم زوال وي
کېدے شي چې بل کال مو د هستۍ قيصه شورو شي
کېدے شي چې هم دا مو د نېستۍ اخري کال وي
کېدے شي وي ما هسې حوصله ورته بائيللې
کېدے شي دا تارونه د غربت د وروستي جال وي
کېدے شي چې زمونږ د جدايۍ امکان دروغ وي
کېدے شي چې يو خوب وي او کېدے شي چې یو خیال وي
کېدے شي چې بې حِسه شم نو بيا څۀ ګټه وکړم
کېدے شي دغه خپل خودرو احساس راته وبال وي
کېدے شي د رڼا تصور سراسر فرېب وي
کېدے شي دا تيارې هم زېږولې يو مشال وي
کېدے شي بده ورځ مې د تقدير په سبب نۀ وي
کېدے شي خپل تدبير زما په لاره کښې دېوال وي
کېدے شي موسيقي فقط د زړۀ د حالت نوم وي
کېدے شي چې نۀ سُر وي او کېدے شي چې نۀ تال وي
کېدے شي چې د مينې لۀ روزګاره ئې توبه وي
کېدے شي چې د زړۀ او ځیګر ختم ئې مجال وي
۲۴ دسمبر ۲۰۲۴
ایک تبصرہ شائع کریں