غزل ـ رحمت شاه سائل
پسرلے راشي تېر شي، مونږ پکې ديدار وو نه کړو
ما سره فکر شي چې يو بل ته ازار وو نه کړو
زما او ستــــــــــــا دَ لېونو زړونو شريکه درزا
که مو قلاره نه کړه، مونږ به ترې قرار وو نه کړو
منګے يې سر ته کړه په تلو کې يې همځولو ته ويل
ګودر به څه کړو چې ديدن پرې د سرکار وو نه کړو
په فولادي غرونو په سرو دشتو کې لارې کوو
چې د جانان زړګي له راشو پکې لار وو نه کړو
مونږ هره شپه ستا د خالونو ذکر فکر کوو
مونږه يوه شپه ستا د زړه په لالا زار وو نه کړو
ستا د نظر، ستا د بڼو دغه بې واره حملې
مونږ به جانانه ستا د دې کاره روزګار وو نه کړو
سائله ژوند به يې څه؟ خوند به يې څه؟ رنګ به يې څه؟
چې په سندرو کې هم ذکر دَ دلدار وو نه کړو...

رحمت شاه سائل رحمت شاه سائل
ایک تبصرہ شائع کریں