سپوږمی
د کایناتو د ښایست میرمنی
د ژوند د زړه د کور د حسن ډیوي
د خوب و خیال د جنتونو حوري
د تخیل د محبت فرشتي
زما د زړه د دردېدلي رباب
زړې پردې زاړه تارونه پریږده
زما د ژوند د بی و سی په خاطر
زړې نغمې زاړه سازونه پرېږده
ما په زړه چاودي هېرې کړي قيصي
سپوږمۍ د خدای دپاره هېرې ښه دي
زما د سره تېرې شوي اوبه
سپوږمی د زړه د سره تېرې ښه دي
ماته د هغه سترګو نوم وانخلي
په ما د هغه زلفو بوی را نه وړې
په ما د هغه ميني سود ونکړي
په ما د هغه ورځو خوب ونيني
بیا مې په هغو لمبو ونه سپاري
بیا مې د سوي زړه آزار وانخلي
ګوری ایله په بهانه ژوندی یم
پام کوه هسي مي ازار وانخلي
د آسمانونو د ښایست پیری
زما ناز بینی نازولي سپوږمۍ
پرېږده چې لږه غوندې ساه واخلمه
پرېږده چی خپله زندګي تېره کړم
ایک تبصرہ شائع کریں