ډاکټر صیب پۀ ضیاء الدین ډېره ښکلې خاکه ليکلې ده

شاعرې

پیر، 29 اپریل، 2024

ډاکټر صیب پۀ ضیاء الدین ډېره ښکلې خاکه ليکلې ده

 


لونګين 

د رنګ نه غنم رنګ ته نزدې دے خو غنم رنګ نۀ دے داسې تور غوندې دے خو تور هم نۀ دے بلکې تور سکڼ دے او د هغې ټپې:

هلک چې تور شي لونګين شي 

جينۍ چې توره شي بنګړي دې خرڅوينه 

په مصداق لونګين دے ځکه چې تور هلک لونګين وي خو خبره دا ده چې وس هلک هم نۀ دے پوخ سړے دے او بوډاوالي ته نزدې دے خو بوډا نۀ ښکاري، پوخ سړے هم نۀ ښکاري بلکې پوخ زلمے ښکاري او هسې د هغۀ ملګري په هغۀ دا الزام هم لګوي چې د خوئي نه هم پوخ دے لکه کله به په خبرو کښې د مارکس اقوال وائي، کله د نيپولين، کله د ابراهم لنکن، کله د نيلسن منډېلا، کله د مولانا روم،کله د ټېګور، کله د خليل جبران، کله د باچا خان، کله د ګاندهي جي او کله د شېخ سعدي.خېر ما د هغۀ د عمر خبره کوله نو عمر ئې د پنځوسو نه اوړېدلے دے خو د خپل صحت خيال ډېر ساتي او هم دغه وجه ده چې ښکاري داسې د څلوېښتو کالو.ږيره خو نۀ ساتي حجامت کوي او ښۀ په ايماندارۍ ئې کوي. مطلب مې دا دے چې روزانه چې کوم کارونه په پابندۍ سره کوي نو يو په کښې حجامت کول هم دي.برېت ئې ساتلي دي او يو وېښتۀ په کښې هم سپين نشته.داسې د سر وېښتۀ ئې هم ښۀ ګڼ دي خو ټول په ټوله تک تور دي ځکه چې هغه د ډېر وخت نه د وېښتو رنګ کاروي او زما پوره يقين دے چې داسې هغه د خپلې کورودانې په حکم کوي ځکه چې زما دا هم پوره باور دے چې هغه د خپلې کور ودانې نه ډېر سخت ويرېږي.هوښيار او خبرلوڅ خو دے نو دې ويرې ته بيا د روښان فکرۍ، انسان دوستۍ او فېمنېزم نوم ورکوي او فخر پرې کوي خو رشتيا دا دي چې د دې په شا د کورودانې وېره ده.که څۀ هم د ښځې نه وېرېدل د پښتونولۍ شان نۀ دے خو اوس اکثر پښتانۀ د ښځو نه وېرېږي نو په دې هغه هم ګرم نۀ دے.د وېښتو د رنګ نه علاوه په دې لړ کښې زۀ نور هم نا قابل ترديد شواهد لرم چې د ضرورت په وخت ئې په مناسب فورم وړاندې کولو ته هروخت تيار يم.غاښونه ئې تک سپين دي او د خندا په وخت ډېر ښکلي ښکاري.سترګې ئې ډېرې غټې خو نۀ دي خو غټ والي ته مائلې ضرور دي او د شوخۍ، شرارت او تلوسې نه ډکې ښکاري.پوزه ئې اوږده خو دومره نۀ ده خو پلنه ضرور ده.مخ ئې ډک او درميانه دے.غوږونه ئې د مخ د ساخت سره توازون لري چې نۀ ډېر غټ او نۀ ډېر واړۀ دي.لاسونه ئې مهين، پاستۀ او متوازن دي.نۀ چيت دے او نۀ دنګ دے داسې مندرے او ميانه قده سړے دے.په لاره تېز تېز ځي او چې روان وي نو عموماً لاندې زمکې ته ګوري.په تللو کښې لاسونه خو وهي خو زيات ئې نۀ وهي نو سړے پرې د ټوڼې فتوى نۀ شي لګولے خو دې ته ئې بس عادت وئيل مناسب دي.د جامې، پېزار ډېر خيال ساتي او په دې حواله ئې نفاست د ستائيلو دے.هرقسمه لباس اچوي اګرچې د پښتو او پښتونولۍ سره مينه لري او د پښتنو روايتي لباس زيات اچوي خو د حالاتو سره سم نور لباسونه هم اغوندي او خداے شته چې اول ځل امريکې ته تلے وۀ او کوټ پېڼت کښې مې اوليدۀ نو ډېر ناشنا راته ښکاره شو او خندا راله هم راغله خو بيا وروستو ورسره په دې لباس کښې زۀ هم بلد شوم او بيا به راته ناشنا نۀ ښکارېدۀ.د خوراک ډېر شوق خو نۀ کوي خو خوراک ښۀ کوي.روايتي او کلتوري خوارکونه ئې خوښ وي او په دې کښې هم په عمومي توګه خپله خوښه د بچو او کورودانې تابع ساتي.په څښلو کښې صرف د اوبو، شربت، چايو، جوسو او کولډ ډرنکس تر حده محدود دے او د دې نه علاوه د نورو څښلو د پاره زما په شان جنت د تللو په انتظار دے او د دې خبرې امکان زمونږ د مذهبي خلقو د وېنا تر مخه کم دے ځکه چې د هغوي دا خيال دے چې دے د يهودو ملګرےدے.ما ته ياد دي چې يوه شپه د يارانو او دوستانو د محفل نه ما او هغه په دې وجه اوتښتېدو چې محفل د خوراک نه مخکښې د څښاک وۀ او مونږ دواړو څښاک نۀ کوۀ.خلق په چرت کښې وو او مونږ ته ئې په دې وجه بدې ردې وئيلې چې تاسو د شوملو شاعران يئ او هم د دغې بدو ردو نه مونږ په کاميابۍ سره په توره شپه تېښته کړې وه او دواړو يو بل ته ټوله شپه د دې تېښتې فضائيل بيان کړي وو.د هر قسمه نشو د لذت نه محرومه پاتې شوے دے او زما خيال دے چې د داسې کس په قسمت افسوس پکار دے چې د نسواريانو نه واخله تر شرابيانو په محفلونو کښې ناست پاست وي خو د عبرت د پاره د يوې نشې د سرور کيفيت ئې هم نۀ وي تجربه کړے.د هغۀ دا خيال دے چې ما دا کيفيت ډېر د نزدې نه مشاهده کړے دے خو مونږ په نشو کښې د مشاهدې په ځاے د تجربې زيات قائل يو.په خندا کښې هډو د مصلحت نه کار نۀ اخلي او ښۀ د زړۀ لۀ تله خاندي، د پوره زور سره خاندي او په انګرېزۍ پوهه دے نو چې کله ډېر اوخاندي نو د انګرېزۍ دا جمله اووائيOh my God خو په داسې انداز کښې ئې وائي چې دا پته نۀ لګي چې دا خندا ده او که خبره ده.د خندا نه علاوه چې کله قار شي نو هم د انګرېزۍ ډېر جارحانه، بې رحمانه او تر څۀ حده غېر انساني استعمال کوي او داسې څۀ جملې وائي لکهI regret to say يا what a non sense وغېره. مسکا خو ورته هډو څۀ کار نۀ ښکاري.هر وخت، هر چا سره او هر چرته مسکے وي او زما په خيال هغه چې د مسکا کوم غېر ضروري استعمال کوي نو دا د مسکا په شان کښې لويه ګستاخي ده.چې په وطن وۀ نو هغه نوکيه 3310 موبائيل ورسره وۀ او ما ورسره انډرائيډ سيټ نۀ دے ليدلے.نۀ ئې ګاډے اخستو، نۀ کور او نۀ زمکه.د هغۀ د ملګريو دا خيال وۀ چې ډېر سخت شوم دے خو زۀ دا ګواهي بغېر د څۀ لالچ او شفارش نه ورکولو ته تيار يم چې هغه شوم نۀ وۀ خو لانجه دا وه چې پېسې به ورسره دومره نۀ وې نو ملګري ئې چې کوم عادت ته شومتيا وائي زۀ ورته احتياط وايم او زما دا خبره د هغۀ په ژوند ثابته هم شوه او چې کله ورسره پېسه راغله نو د دومره سخاوت مظاهره ئې وکړه چې وس څوک د هغۀ د شومتيا شکايت نۀ کوي بلکې بعضې نزدې ملګري ئې اوس سخاوت ته د اسراف او لوفرۍ په نظر ګوري او ما ته ئې شکايت هم کوي.د دوي دا خيال وي چې لکه هغۀ به زما په اجازه کښې وي خو زما ملنګ سره دومره مؤثر او مجرب دم چرته دے چې دومره مهم شخصيتونه قابو کړي.د دې سخاوت ډېر ډولونه دي لکه د پښتو د کتابونو په چاپولو کښې مالي مرسته کول اګرچې په دغې کتابونو کښې د ځينې د چاپ کولو هډو څۀ ضرورت نۀ وي خو بس هغه د خلقو د زړونو نه مجبوره وي کنه نو هغه په ادب ښۀ پوهه دے.انګرېزي ادبيات ئې ژور مطالعه کړي دي ځکه چې مضمون ئې دے او پښتو کښې هم نثر او نظم دواړه ليکي او ښۀ ئې ليکي.په اردو هم لاس برے لري خو بس عجيبه زړۀ لري او چا ته هم انکار نۀ کوي او داسې کتابونه د هغۀ په مرسته چاپ شي چې ضرورت ئې نۀ وي.په دې کښې د داسې خلقو کتابونه هم شامل وي چې د هغۀ د فکر او ذات مخالف پاتې شوي وي او دۀ ته ئې پته هم وي خو په عمومي توګه هغه د کرکې او انتقام نه ځان لرې ساتي.د دې سخاوت بل صورت د زده کوونکيو مالي مرسته ده او ګڼ شمېر ضرورت مند د هغۀ په مالي مرسته زده کړې کوي.د دې تر څنګ د علاج معالجې د پاره هم د ضرورت مندو سره مرسته کوي او چې د کومو خلقو سره ئې پېژندګلو وي نو په مختلفو طريقو او بهانو ترې هغوي نقدې هم اخلي او داسې چرته د سخاوت مظاهره کېږي او چرته د سخاوت سره زياتے کېږي.زما ګڼ شمېر ياران او دوستان دا خيال لري چې ټولې دنيا ته هغه چې څوک اوغواړي نو لېږلے ئې شي او ما ته د خپلو بچو او رشته دارو د هغه په وسيله بهر ته د لېږلو د پاره سفارش کوي. په دې صورت کښې ما له اکثر په خپله کم علمۍ سخته غصه راشي او زړۀ مې غواړي چې يا ځان د مرۍ نه اونيسم او يا دغه کس او يا بيا هغه او ورته اووايم چې يه د خداے ظالمه چې دا ټول خلق لېږې نو دا ما کومه ګناه کړې ده؟او بيا بل دا ظلم هم کوې چې زما نه دا حال هم پټوې خو ظاهره ده چې دغه درې واړه کارونه زۀ نۀ شم کولے.

هغۀ له غصه هم ورځي خو چرته ډېره کمه او لکه چې ما وړاندې ذکر وکړو چې په غصه کښې انګرېزي خوامخواه وائي او په دې د زړۀ بړاس اوباسي.د هغۀ غصه بس تر خلې پورې محدوده وي او د تشدد تر حده کله هم نۀ ځي.په امن ورک لېونے عاشق دے او خپل ټول ژوند ئې د امن د مبارزې د پاره د وقف کړے دے.په دې مبارزه کښې ئې ګټه هم کړې ده او د ډېر لوے تاوان او خطرو سره هم مخ شوے دے خو تر ننه په خپل موقف کلک ولاړ دے.د سوات د بدامنۍ د ورځو نه واخله تر ننه پورې ئې د وېنا او ليک د لارې د امن مبارزه دوام داره ساتلې ده خو د پښتنو او پاکستانيانو يوه معقوله شمېره ئې دغه مبارزه نۀ مني او ورته د شک په سترګه ګوري ځکه چې د هغوي دا عقيده ده چې په ژوند څوک داسې نۀ شي کولے او نۀ دوي په ژوند د چا مبارزه مني او چونکې دے ژوندے دے نو په ژوند د دۀ کار او زيار منل هغوي ته لويه ګناه بلکې لوے کفر ښکاري او ظاهره ده چې د هغوي په خواهش خو هغه مړ کېدے نۀ شي بلکې د هيچا په خواهش هم نۀ ځکه چې هغه امن د ژوند د پاره غواړي او په ژوند د امن نه زيات مئين دے او هم دغه وجه ده چې په ډېرو سختو حالاتو او ازمېښتونو کښې هم ژوندے پاتې شوے دے او د ژوند سره ئې ياري پاللې ده.د خبرو کولو په چل پوهېږي او خداے ورله ډېره خوږه، پسته او فصيحه ژبه ورکړې ده.انګرېزي ادب، پښتو ادب،اردو ادب، ترڅۀ حده فارسي او عربي ادبيات ئې لوستلي دي نو د ضرورت په وخت په خبرو کښې د ټولو نه مرسته اخلي او داسې ئې د خبرو خوند نور هم سېوا کېږي.چونکې ليکوال هم دے نو په خبرو کښې برمحل شعرونه او ټپې هم وائي او داسې د خپلو خبرو اثر نور هم سېوا کوي.د خبرو دومره مړنے دے چې لوئې لوئې نشرياتي ادارې ئې په خبرو پسې ګرځي او هغه ورسره خپل نظر ډېر په بېباکۍ او زړۀ راښکونکې انداز کښې شريکوي.د تقرير هم ډېر ماهره دے او په لويو لويو غونډو، جلسو او اجتماعاتو کښې داسې تقرير کوي چې اورېدونکي ورته حېران پاتې کېږي.خو تاسو به دا خبره بيخي نۀ منئ چې د هغۀ ژبه انښلي.کله چې ئې ژبه اونښلي نو ما له خو ډېر خوند راکوي خو د ژبې انښتو نه پس چې وېنا شروع کړي نو د سړي يقين نۀ راځي چې دا هغه کس دے چې ژبه ئې انښتله.په عمومي توګه د وېنا په شروع کښې ئې يو ځل ژبه انښلي او بيا په يوه مخه پر له پسې په داسې روانۍ سره غږېږي لکه چې ابشار بهېږي.په تقرير کښې زيات د رحمت شاه سائيل صاحب د دې غزل شعرونه وائي:

څومره د ښائست د نظر اور دے په دې خاوره کښې

څومره خاموشي ده څومره شور دے په دې خاوره کښې

او يا د اردو ژبې د ستر روښان فکره شاعر فېض احمد فېض مشهور نظم "ہم دیکھیں گے"وائي او ډېر په خوندور انداز کښې ئې وائي او د اورېدونکيو وينه ګرموي.اوس تاسو سوچ اوکړئ چې هغه دغه نظم وائي او په دې مصرعه"جب بجلی کھڑ کھڑ کھڑکے گی"کښې ئې ژبه اونښلي او په جلسه ګاه کښې زرګونه خلق هم موجود وي نو کوم منظر به مخې ته راځي اګر چې داسې چرته شوې نۀ ده.چونکې د تقرير ډېر ماهره دے نو اکثر ئې په ليکونو هم د تقرير رنګ غالب وي خو نثر ښکلے ليکلے شي اګر چې د ليکلو ئې زيات شوق نۀ کوي.د څو ملګريو په کتابونو ئې تبصرې هم د هغوي په اصرار ليکلې دي خو د لوستلو نه ئې اندازه کېږي چې ښۀ ئې ليکلي دي.په تنقيد هم ډېر ښۀ پوهېږي خو دلته هم د تقرير په خمار کښې وي مطلب مې دا دے چې په مجلسي تنقيد کښې برخه خو اخلي او ډېرې تنقيدي نکتې په خپلو خبرو کښې راوچتوي خو د ليکلو زحمت په تنقيد کښې هم نۀ کوي.په تنقيدي غونډو کښې به ئې برخه ډېره ښکاره او مهمه وه.شعر ئې هم ليکلو او په شعر کښې ئې نظم، غزل او هائيکو درې واړه ليکلي دي خو نظم ئې ډېر ښکلے ليکلے دے او ډېر ئې هم ليکلے دے.ډېر وخت وشو چې شاعري نۀ کوي او د شاعرۍ د پرېښودو په عمل کښې ئې هم د امريکې سازش شامل دے وس دې خبرې له هم هغه د افهام و تفهيم، مينې او احترام نوم ورکوي خو زۀ ورسره کله هم په دې کښې اتفاق نۀ کوم بلکې زما خو پرې په دې حواله زړۀ وسوځي چې شاعري ئې هم د چا د ويرې پرېښودلې ده او که وس ترې هغه منکرېږي هم نو نۀ شي منکرېدے ځکه چې ما ته ئې په خپله څو څو واره وئيلي دي چې د چا د وېرې ئې شاعري پرېښودې ده او ډېره عجيبه خبره دا ده چې د چا په حکم هغۀ شاعري پرېښودې ده نو وروستو هغه انسان په خپله هم شاعري شروع کړې ده.خو د دې باوجود دې مطيع، شريف، اورېدونکي او بردباره سړي د دغې فيصلې په ضد د بغاوت بېرغ نۀ دے پورته کړے بلکې تراوسه مطيع او فرمان بردار پاتې شوے دے چې ترې د هغۀ د ښۀ سړيتوب او تر څۀ حده د وېرې اندازه په اسانه لګي. که تاسو د هغۀ په شان معتدل مزاجه سړي يئ نو تاسو د دې عمل د پاره شرافت، روشن خيالي، اعتدال، افهام وتفهيم، بردباري او داسې قسمه نور اصطلاحات کارولے شئ خو که تاسو زما د ملګري ډاکټر جلال بونېر په شان پښتون مزاج لرئ او وادۀ مو هم په کم عمرۍ کښې شوے وي نو ډېر په اسانه پرې د ويرې فتوى لګولے شئ او زۀ په خپله هم د دې ملګرے يم نوره خوښه ستاسو. په دې لړ کښې يوه بله مهمه خبره دا ده چې د هغۀ په شعرونو کښې تخلص نۀ دے راغلے نو دسرقې خطره ئې هم زياته ده خو زما مطلب دا دے چې تخلص ئې واضحه نۀ دے که څۀ هم د خپل نوم سره يوسفزے ليکي خو په شعر کښې ئې دغه تخلص نشته.په اوله کښې داسې ښکاري چې هغۀ د علامه اقبال صاحب د فکر نه متاثره وۀ نو شاهين تخلص به ئې کولو خو داسې ښکاري چې د دې معاملې نه ورته هم د توبې توفيق زر مېلاؤ شوے دے او دا تخلص ئې هم په شاعرۍ کښې نشته نو تاسو ورته اوس بې تخلصه شاعر، شاعر نام، د خپل نوم شاعر او يا تر څۀ حده بې نومه شاعر هم وئيلے شئ او سابقه شاعر، پخوانے شاعر، رېټائرډ شاعر او اېکس شاعر ورته هم وئيلے شئ ځکه چې وس خو شاعري نۀ کوي.که څۀ هم اوس شاعري نۀ کوي خو ډېرخوندور نظمونه ئې په کتاب کښې موجود دي او په کتاب ئې د اجمل خټک غوندې د نظم لوے شاعر تبصره هم ليکلې ده.د کتاب د نوم او نظمونو د سرخطونو د پاره ليک تر اخره اوګورئ.د هغۀ د شاعرۍ پرېښودو شايد يوه وجه دا هم ده چې وادۀ ئې په مينه کړے دے او د وادۀ نه اول ئې شاعري په خپله کورودانې کړې ده نو اوس د هغې سره د وادۀ نه پس خو هغه په بله محبوبا سندرې ليکل نۀ شي برداشت کولے او هم دغه وجه وه چې د دۀ شاعري قربان شوې ده.په هر حال سړے داسې بې ضرره، خوږ او نفيس سړے دے چې د ډېرو مينو طمع ترې په ځاے ساتلے شو او بيا دومره مشهور هم شو چې د دې نېک کار د کېدو امکان ترې نور هم سېوا شو خو داسې ښکاري چې د دې نېک کار توفيق ورته نۀ دے مېلاؤ شوے که څۀ هم ځينې متجسس مزاجه ملګري د هغۀ د بلې مينې په حواله هم کله کله ګنګوسے کوي خو داسې واضحه څۀ ثبوت د چا سره نشته.په هرحال که محبوبا بله شته او که نۀ خو د هغې په مينه کښې د ورتو ورتو غزلو او سوؤ سوؤ سندرو ليکلو امکان بيخي نشته.

هغه د جرات، بېباکۍ، مزاحمت او حق ګويۍ علامت دے.هر چرته او هر چا ته د خپل زړۀ خبره او حقه خبره بې د څۀ مصلحت او ويرې کولے شي او کوي ئې.که څۀ هم د هغۀ دې عادت ورته ډېرې کشالې هم پيدا کړې دي خو ډېره فايده او نېک نامي ئې هم ورته پېدا کړې ده.يو ځل ئې زما د مخې د يوې ډېرې زوراورې ادارې يو ډېر زوراور افسر ته اووئيل چې زۀ ستا نوکر نۀ يم، په خپله مرضۍ خو کار کوم خو ستا په دې شاهانه حکم عمل بيخي نۀ شم کولے او داسې خبره ډېره ورانه شوه خو په اخر کښې هغه زوراور پوهه شو او طريقه واردات ئې بدله کړه.د ګلوبل پېس کونسل سوات، پي اېس اېم اے سوات او سوات قومي جرګې غړي او ملګري د هغۀ د جرات او بېباکۍ ګواهان دي.

هغه د حسد، کرکې او تعصب نه بيخي پاک دے او په دې لړ کښې د هغۀ په انسانيت زما شک هم دے ځکه چې پېشه ورانه حسد په کښې هم ما چرته نۀ دے محسوس کړے.هغۀ هم په خپله کورودانه يو ډېر ښکلے نظم ليکلے دے او ما هم د هغۀ نه وروستو هم په دې موضوع يو نظم ليکلے وۀ.يو ورځ په يو محفل کښې چې زيات تره ګډونوال په کښې د هغۀ ملګري وو هغوي ته ئې زما د مذکوره نظم ډېر صفت وکړو او د اورولو فرمائش ئې هم وکړو او تر ټولو ډېر داد هم هغۀ راکړو.تاسو د دې نه اندازه لګولے شئ چې هغه څومره لوے انسان دے.د چا خلاف د سازش کولو د ابدي لذت او خمار نه هم بيخي عاري دے او د اشرف المخلوقات د دې ځانګړې روئې رازونه پرې هم نۀ دي منکشف شوي.هم دا رنګې د يو بل ډېر خوږ عمل نه چې د ښځو ډېر زيات خوښ او د سړو هم خوښ عمل دے او په عرف عام کښې ورته مشغولا او په مذهبي اصطلاح کښې ورته غيبت وئيلے شي د خوند نه هم تر اوسه محرومه پاتې شوے دے خو په دې کښې هم قصور د هغۀ خپل دے او د هغۀ ملګري او رشته دار په دې حواله بيخي ګرم نۀ دي ځکه چې ټولو د دې خوند اخستو په لړ کښې په هغۀ پوره خواري کړې ده.

هغه د مذهبي کورنۍ سره تعلق لري خو په خپله ازاده خياله انسان دے اګرچې د مذهبي شعائرو، رسوماتو او عباداتو پوره پابندي کوي.مونځ په پابندۍ سره کوي، روژه نيسي، ذکر اذکار او د قران پاک تلاوت هم کوي.د قران په ترجمه پوهېږي، خلاصه او منيا ئې هم وئيلي دي ځکه چې پلار ئې ديني عالم وۀ.د دنيا ټولو مذهبونو ته احترام لري خو د هر قسمه مذهبي جنونيت او تند روۍ په ضد دےاو هم په دې وجه د مذهبي ګوندونو او مذهبي خلقو ډېر خوښ دے.

د خلقو نه د کار اخستو په چل پوهېږي او په ډېره ښکلې او مهذبه طريقه د خلقو نه کار اخلي.لکه هغۀ به چې په خپل سکول کښې د چا نه ډېر ګران کار اخستو نو اول به ئې ورله ډېر صفت وکړو او بيا به ئې ورته په داسې انداز د کار کولو اووې چې چا به ورته بيخي انکار نۀ شو کولے او داسې ئې ډېر خلق غرق کړي دي.د هغۀ په سکول کښې وس هم داسې خلق کار کوي چې د شلو شلو کالو پورې ئې دلته وشو او اګرچې وس هغه په وطن کښې نشته خو دغه ملګري بيا هم د هغۀ سترګو ته ناست دي حالانکې د هغۀ دغه سترګې وس دوي په سترګو هم نۀ ويني.د خلقو نه د کار اخستو په موقع به ئې اکثر دا جمله ضرور وئيله"داوکړئ ښه!پليز ورور مې نۀ يئ؟ د خپلو خپلوانو سره ئې رويه هم څۀ ډېره غېر انساني په دې وجه لګي چې د بعضې پښتنو انسانانو په شان بدې ردې،ستغې سپورې او ګډې وډې چا ته نۀ وائي.د کشرانو سره ئې ډېر د دوستۍ او ازادۍ رويه ساتلې ده او په خصوصي توګه د هغۀ ورېرونه خو داسې دي لکه د هغۀ ملګري او دوستان.د شاګردانو سره به ئې هم د مينې او دوستۍ رويه ساتله او همېشه به ئې په سکول کښې نوي څۀ کول.هم نصابي سرګرميو له به ئې ډېر اهميت ورکولو.د نوي خلقو سره تعلق جوړول د هغۀ ډېر خوښ دي او هم دا وجه ده چې ډېر تعلق ئې دے خو کله کله د خلقو په پېژندو کښې غلط هم شي.ځينې وخت د خلقو نه وچ په وچه هم متاثره شي خو زۀ ورته څۀ ځکه نۀ وايم چې خپل تاثر زۀ هم خرابول نۀ غواړم.هغه ډېر بېدار، هوښيار او زيرک سړے دے.د موقع او حالاتو سره سمې ډېرې مهمې فيصلې کولے شي او دې خوبۍ د هغۀ په شخصيت جوړولو کښې مهم کردار لوبولے دے.د يوې ډېرې پسمانده سيمې د يو وړوکي شان کلي نه راوچت شوے دے او په ټول وطن بلکې په ټوله نړۍ خور شوے دے.دا معمولي خبره نۀ ده او ظاهره ده چې دا ډېر کړاؤ او ډېر صلاحيتونه غواړي.هغه هم لکه د خېبر اپريدي ډېر لوئېدلے، پاڅېدلے دے په لار کښې خو حوصله ئې تل تانده او مضبوطه ساتلې ده او دا عقيده ئې لرلې ده چې

اے وخته ستا تګ لارې زمونږه دي ستا نۀ دي

منزل که زمونږ نۀ شو مزلونه خو به وي

په سختو حالاتو کښې ئې هم ځان حالاتو ته نۀ دے سپارلے او تل ئې د بهترۍ د پاره لاس او پښې وهلي دي.د هغۀ حرکت تل د برکت ثابت شوے دے او د نوي کهول د پاره د تحريک او مبارزې علامت ګرځېدلے دے.په ژوند کښې ئې د کاميابۍ، شهرت او نېکنامۍ يو ډېر اوږود مزل ډېر په تندۍ سر ته رسولے دے او په دې وجه ورسره ډېرو خلقو او نزدې ملګريو هم حسد کړے دے خو ظاهره ده چې هغه چا ته اودرېدلے نۀ دے او مخ په وړاندې روان پاتې شوے دے.ژوندے، متحرک او فعال سړے دے.که څۀ هم د وطن نه لرې ژوند تېروي خو خپل ياران، دوستان، رشته دار او محسنان نۀ هېروي او ورسره کلک تړون او رشته پالي.د وخت سره بدل شوے نۀ دے.د تکبر، غرور او عُجب نه پاک سړے دے.هڅه کوي چې د هرچا سره ښۀ وکړي او بد د چا سره هم اونۀ کړي.د هغۀ بعضې خاصيتونه ډېر ځانګړي دي او انسان په تذبذب کښې اچوي لکه د مذهب سره ئې کلک تړون هم دے او ازاد خياله هم دے. د پښتو د پاره ډېر مؤثر وکالت کوي خو مضمون ئې انګرېزي ده.کليوال سړے دے خو نړيوال سړے هم دے.په ځوانۍ کښې ئې د مشرانو خلقو سره تعلق ساتلے دے لکه مولانارحيم الله صاحب،ازادے خان، سرن زېب خان مدرسې دادا، اکبر خان صاحب د شوکت شرار صاحب پلار، ډاکټر فتح مند خان خانجي، عبدالخالق کاکا د ګوګدرې،ناصر باچا د سپل بانډۍ او داسې نور ډېر مشران چې په عمر ترې ډېر مشران وو خو د هغۀ ورسره ډېر دوستانه مراسم وو حالانکې په عمومي توګه خلق دوستانه د خپل عمر د خلقو سره کوي.

د خپلو بچو سره ئې ډېره بې کچه مينه ده او په ډېر مثالي ډول ئې د هغوي تربيت کړے دے.خود اعتمادي ئې ورته بخښلې ده.په ژوند ئې پوهه کړي دي او بيا خپله لور ئې خو په ټوله دنيا منلې ده.داسې هغه يو ډېر مثالي پلار هم دے.ډېر حساس او زمه وار سړے دے او په خصوصي توګه د دوستانو په حواله ډېر حساس دے. تېر کال ئې راته اووئـيل چې تا ته خو پته نشته چې همايون مسعود صاحب خو زما نه خفه نۀ دے ځکه چې همايون مسعود صاحب سره زما هم نزدې تعلق دے.ما چې اندازه واخسته نو راته معلومه شوه چې داسې څۀ خبره نشته خو د خپل حساسيت او فکرمندۍ په سوب هغۀ سره دا غم وۀ چې خداے مۀ کړه هغه چرته خفه نۀ وي.د خپلو ليکونو په حواله زما په خيال غېرزمه دار انسان دے ځکه چې ما ته پته ده چې ګن شمېر معياري ليکونه ئې ضائع کړي دي.هغه اوس هم د خپلو استاذانو ذکر په دومره احترام او مينه کوي لکه چې د سکول طالب علم وي.اکثر زما نه د جهانزېب کالج د خپلو استاذانو پوښتنه کوي خو عجيبه دا ده چې د خپلو اکثرو استاذانو د موبائيل شمېرې نۀ لري. کېدے شي د هغوي شمېرې ساتل هم هغۀ د هغوي په شان کښې ګستاخي ګڼي.

د وفا دارۍ ئې دا حالت دي چې د خپلو دوۀ مئېندو سره سم خپله درېمه مور جاجۍ ضرور يادوي د چا سره چې هغۀ په سپل بانډۍ کښې درې کلونه پاتې شوے دے.

داسې سړے دے چې د ټولې نړۍ په کچ نوم، شهرت او پېژندګلو لري، د نوبېل جائزه ګټونکې لور پلار دے.د" خومينه تل ژوندۍ وي" شعري مجموعې خالق دے.د" امن مينه ده ښکلا ده" " Misunderstanding"،"سپين غر"او ان اکرمکم عند الله اتقاکم"نظمونو خالق دے.د "ما ته غوږ شئ" کتابچې ليکوال دے،د " هغه الوت ته پرېږدۍ" کتاب ليکوال دے. د خوشحال سکول بنياد اېښودونکے دے، د شانګله ګرلز سکول بنسټ ګر دے، د مبشر حسن، فخر الحسن، عزيز الحسن، تور خان او خان جي محمود الحسن ترۀ دے.د تور يېکۍ ورندار د ژوند ملګرے دے.د سيد رمضان ورور دے، د فېض پاپا اوښے دے.د ملاله يوسفزۍ، خوشحال او اتل پلار دے.د روح الامين مولوي صاحب او شاه رو ابۍ زوے دے.په بر کاڼا شانګله کښې پېدا شوے دے او په برمنګهم کښې ژوند تېروي.د ګڼ شمېر شاعرانو، اديبانو، استاذانو، خبريالانو، مدني فعالانو، وکيلانو، سرکاري افسرانو او مهمو خلقو باوري ملګرے دے.که زۀ ئې نوم نۀ اخلم هم خو تاسو پېژندلے دے چې زۀ ضيالدين يوسفزے يادوم.

ایک تبصرہ شائع کریں

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

نام

ای میل *

پیغام *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف