کله کله سترګې توروه
کله کله زړونه تختوه
یه جانانه دومره خو کوه
ما چرته پۀ هېره یادوه
زۀ لۀ چانه نۀ غواړم ساقی
تۀ پخپله خوښه راکوه
بیا بیا تپوسونه مۀ کوه
ما د ښکلو کلی ته بوځه
تاله به راوړمه لوپټه
لاړمه دعا راته کوه
زۀ ترې غزلونه جوړوم
ښکلیه لوظونه ماتوه
وایو پسرلی ته هرکلے
شابه لېونی راټولوه
راغې په شېبو شېبو باران
ځان زما شړۍ کښې پټوه
نۀ کېږی عزیزه پۀ منت
کوډې تعویزونه پرې کوه
~ عزیز مانیروال
ایک تبصرہ شائع کریں