ارشاد خالق / دا چې بدله شوه لمحه کښې مکمله هوا

شاعرې

پیر، 30 اکتوبر، 2023

ارشاد خالق / دا چې بدله شوه لمحه کښې مکمله هوا

 



غزل

ــــــــــــــــــــ

دا چې بدله شوه لمحه کښې مکمله هوا

راغله د زړۀ په ښار د زلفو لۀ ځنګله هوا


چې مې تېرۀ شوې د نظر ستنې د عمر سره

ورو ورو لۀ هرې غبارې نه ووتله هوا


دا چې په ښار یو غم لړلے کېفیت راخور ؤ

زما د آه پۀ غم لړلې تېرېدله هوا


ښکاري چې بیا ئې ستا د شونډو نه بوسه اخیستې

دا نن چې داسې مسته مسته الوتله هوا


زۀ به چې خپلې زندګۍ په کوم ډګر وژلم

یو مسیحا به مې پۀ تن کښې راپوکله هوا


یو وخت کښې ما هم ستا حصول له دعاګانې غوښتې

څومره نادان وم ما په موټي کښې نیوله هوا


هر خوا ئې ماته د هېر شوي یاد وږمې راؤړلې

ما به لۀ کومه کومه ځایه زغلوله هوا؟


دلته به هر خوشحال بندي وي د زندان دننه

په دې وطن کښې چې تر څو ګرځي مغله هوا


دا پۀ چمن کښې چې تاوېږي لۀ هر ګله هوا

ستړې راوالوته ارشاده! لۀ مقتله هوا


ارشاد خالق

شانګله، پښتونخوا 

۸ نومبر ۲۰۲۱

ایک تبصرہ شائع کریں

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

نام

ای میل *

پیغام *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف