غزل
پاتې شه شپه ده ، دې کښې سل رنګه خبرې راځي
ګوره خطره ده ، دې کښې سل رنګه خبرې راځي
داسې به هر وختې په نه خبره سر نه نيسې
دا يارانه ده ، دې کښې سل رنګه خبرې راځي
شپه ده ، باران دی ، زه او ته يو او سپرلی د ځوانۍ
لاره اوږده ده ، دې کښې سل رنګه خبرې راځي
غم ، خوشحالي ، درد او خفګان وېش د ليکوال وګڼه
ژوند ډرامه ده ، دې کښې سل رنګه خبرې راځي
ستا له ژړا نه ځار ، خولګۍ به درنه بيا نه غواړم
زما توبه ده ، دې کښې سل رنګه خبرې راځي
چوپه چوپتيا ده ، غاړه را ؛ خو پام چې غږ ونه کړې
ډيوه هم مړه ده ، دې کښې سل رنګه خبرې راځي
جلاله ! ته دې له دې خپل عمل نه ولې نه اوړې ؟
جلۍ وړه ده ، دې کښې سل رنګه خبرې راځي
ایک تبصرہ شائع کریں