لايق زاده لايق - چرته زه درته يادېږمه او كه نه

شاعرې

Monday, October 30, 2023

لايق زاده لايق - چرته زه درته يادېږمه او كه نه

 

كلي ته چې اوس رقيبان نه راځي داسې معلوميږ جانان نه راځي  ستا د بې رخۍ لمبو ستي كړمه نور په څه خبره خپګان نه راځي  زار مې ترې ځواني په مينه مينه كړه نور راله څه چل د تاوان نه راځي  بيا د حسرتونو وريځ ((سره)) شوله بيا د ديدنونو باران نه راځي  وګوري چې ماته نو مخ واړوي څنګه به مې شك او ګومان نه راځي  ډېر كه په سلګو لايقه! ژاړمه بيا هغه تېر شوى دوران نه راځي     چرته زه درته يادېږمه او كه نه په زړګي دې را ورږېمه او كه نه  د هجران په ناقراره توره شپه كې درته سيورى سيورى كېږمه او كه نه   دا يوه خبره سمه راته وكړه خپل لايق درته ښكارېږمه او كه نه


غزل


كلي ته چې اوس رقيبان نه راځي

داسې معلوميږ جانان نه راځي


ستا د بې رخۍ لمبو ستي كړمه

نور په څه خبره خپګان نه راځي


زار مې ترې ځواني په مينه مينه كړه

نور راله څه چل د تاوان نه راځي


بيا د حسرتونو وريځ ((سره)) شوله

بيا د ديدنونو باران نه راځي


وګوري چې ماته نو مخ واړوي

څنګه به مې شك او ګومان نه راځي


ډېر كه په سلګو لايقه! ژاړمه

بيا هغه تېر شوى دوران نه راځي

_______________

____________


چرته زه درته يادېږمه او كه نه

په زړګي دې را ورږېمه او كه ن

د هجران په ناقراره توره شپه كښې

درته سيورى سيورى كېږمه او كه نه

دا يوه خبره سمه راته وكړه

خپل لايق درته ښكارېږمه او كه نه

Post a Comment

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

Name

Email *

Message *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف