غزل
هر طرف ته شور دے خړه خړه ده
ځکه مې په زړۀ راغلې لړه ده
تۀ د خپل ښائست نه څۀ خبره يې
ما له يې پرې کړې د زړۀ جړه ده
نن خو بۀ ايساره وي پوره شپې له
نن خو راته بيا وعدو کښې پړه ده
زۀ ترې د انګور په شان تاوېږمه
ونه کښې زما نه لږه لوړه ده
کله کله نوم راته زر زر اخلي
کله کله ودرېږي تاتړه ده
نوره په سيالۍ کښې له چا کمه ده؟
دا خبره شته چې بس ان پړه ده
بيا د پسرلي نخښې ښکاره شولې
بيا مې نن ليدلې سره ګوګړه ده
نۀ لرم ستائيلو له يې نور توري
ګوړه ده بس ګوړه ده او ګوړه ده
زۀ په دې کوټه کښې څنګه شپه وکړم؟
ماته يې خالده د ورۀ دړه ده
Post a Comment