سيد شاه سعود / هلته له تيارو سره په جنګ يمه

شاعرې

Sunday, October 29, 2023

سيد شاه سعود / هلته له تيارو سره په جنګ يمه

 




غزل



راشه ګنې ﺯړه ته ئې ساه نه رسې

ګوره دا سړي تر صبا نه رسې


هلته له تيارو سره په جنګ يمه

چرته چې د نمر هم رڼا نه رسې


لويه نړۍ ټوله تقسيم شوې ده 

برخه پکښې اوس هم د چا نه رسې


نور رانه پري ټول کلې خبر شولو

بس خو دا خبره تر تا نه رسې


ژوند رانه بې حده پورته شوې دي

قد ورته سعوده ﺯما نه رسې


سيد شاه سعود

Post a Comment

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

Name

Email *

Message *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف