غزل
پښې مې تڼاکې دي ما سخته ډېر سفر کړى دى
ستا پر اغزنه لار مې وخته ډېر سفر کړى دى.
چې په ولکه کې مې دى زړۀ زما تر وس لاندې دى
ما هم تر دې باچايي تخته ډېر سفر کړى دى.
ما د جانان د بارخو زر لاس ته راوړي نۀ دي
په دغه هيله ما بدبخته ډېر سفر کړى دى.
پکار دى ښۀ استفاده له تا نه وکړې خلک.
تا په وجود کې لکه درخته ډېر سفر کړى دى.
د فن د يون څپو دي مات کړلو بندونه د وخت
منمه تا ليکواله مخته ډېر سفر کړى دى.
---------------
#اميرليکوال
۲۵م مۍ ۲۰۱۹ء
Post a Comment