غزل
دلته هر سړی پتنګ دی که رڼا ورته پيدا کړې
دلته هر سړی مئين دی که ليلا ورته پيدا کړې
داسې نۀ ده چې خندا يې تښتېدلي ده له شونډو
هر سړی د خندا ډک دی که خندا ورته پيدا کړې
دا له ځانه سپېرې نۀ دي دا چې وچې ډاګې ښکاري
دا شينکي لري وجود کښې که ښکلا ورته پيدا کړې
يو بې دينه شان مولا خدايې خبر ولې دوئي تېر باسي
دوئي د لارې نه بې لار شي چې مولا ورته پيدا کړې
تۀ يو دوه قدمه ورشه لږ د مينې پۀ جامو کښې
هر سړی د مينې ډک دی که اشنا ورته پيدا کړې
ماښامه د بدل رنګ که يې ګورې اصل دا دی
د جفا نه يې نفرت شي چې وفا ورته پيدا کړې
ایک تبصرہ شائع کریں