فهرست
شمېر ليک مخ
سريزه
سريزه
سريزه
۱ - دا الله دے ، دا الله دے
۲- شم درنه قربان نبي
۳- دا الله دي پېدا کړي
۴- عظیم انسان
۵- ښۀ اخلاق
۶- نعمتونه
۷- د پښتو ټکي
۸- زما قلم
۹- ځئ چې بوټي نال ګړو نن
۱۰- زۀ به هم لسم ته شم
۱۱- وايه دوه او درې پنځۀ
۱۲- مونځ
۱۳- زۀ د سبا ستورے يم
۱۴- رنګونه
۱۵- وخت د پسرلي راغے
۱۶- وخت
۱۷- قسمونه د ادراک
۱۸- روان يمه مکتب له
۱۹- زۀ چې کله ځوان شمه
۲۰- د سحر سېل
۲۱- ژوند د لوئے محنت نوم دے
۲۲- مارغان
۲۳- زرغون زيري
۲۴- ژمے
۲۵- د دين ارکان
۲۶- اختر
۲۷- ښۀ کتاب يو ښۀ مل دے
۲۸- ازادي
۲۹- پاکوالے نيم ايمان دے
۳۰- لوظ
۳۱- لوبې
۳۲- ښاد دې وي تل دا وطن
۳۳- موسمونه
۳۴- زۀ تازه ګلاب وومه
۳۵- مخلوقات
۳۶- خاورې زۀ دې ځوے يمه
۳۷- د شپې ورځې وختونه
۳۸ - علم
۳۹- زما فطرت
۴۰- زمونږه دين اسلام دے
۴۱- زۀ د وطن شان يمه
۴۲- د ژوند قیصه
۳۴- زۀ ژوبڼ له تلے ووم
۴۴- خپلولي
۴۵- څلور نائبان
۴۶ دعا
د سباون زېرے
د چينۍ ژبې يو هوښيار وائي : چې کۀ تۀ د يو کال د پاره منصوبه بندي کول غواړې نو فصل وکره - کۀ د لسو کالو د پاره منصوبه بندي کول غواړې نو باغ ولګوه - او کۀ تل عمري منصوبه بندي دې غرض وي نو انسانان جوړ کړه -
انسان جوړول او د هغوي لارښودنه خو يا نبيانو کړې ده يا وليانو او يا شاعرانو -
نبيان خو د نبي اخرالزمان نه پس نۀ راغلي دي او نۀ به راشي - خو د هغوي پۀ ښودلو لارو تلونکي وليان او شاعران لګيا دي پۀ هر دور او هره زمانه کښې خپل کار جاري ساتي - د قامونو پۀ ذهني وده کښې چې د شاعرۍ څومره برخه ده - د بل يو هنر نشته - دا اوس پۀ شاعر منحصره ده چې هغه د خپل الهام ملغلرې د سرو زرو پۀ لړو کښې پېي او کۀ پۀ ډېران ئې نولي -
سوچه شاعر چې د خپل هنر د پکارولو پۀ غرض او غايت پۀ منصب او مقصد ورسي - نو د هغه د قام نه وتې ملغلرې د اولس د غاړې د هار ځليدونکي او پړقېدونکي غمي وي - د اولس د تاج ښکلا وي - خو دا برخه د ډېرو کمو شاعرانو وي -
د وطن ماشومان د ځوانانو بوزغلے وي - بوزغلے پۀ وخت اوبۀ خور ، څره او قلمول پکار وي - کۀ چرې د بوزغلي خصمانه پۀ ښۀ ډول ونۀ شي - نو سبا له دغه بوزغلے د ودې او سمسورېدو د توان نۀ لرلو له کبله خوار پاتې شي ، بې قلمه او کم اصل پاتې شي - سياڼه باغوان د بوټو نه ځان خبردار ساتي - ځکه چې څاربۀ او اصيل بوټي خلق پۀ مينه خوروي هم او سنبالوي هم - او کله چې بوټے پۀ زلمي توب راشي , ګلونه وسپړي ، مونګرې وکړي - نو کرونکے بيا پۀ جامو کښې نۀ ځائيږي - پۀ موسم ښۀ اثر ، ګلونه مېوه ، سيورے او لرګي نه علاوه ونه نورې فايدې هم لري -
بيخي دغه مثال د يو ماشوم هم دے - د ذهن سازۍ پۀ خالي تختو چې څۀ وليکلے شي - دغه د هغوي د سبا توښه وي -
پخوا به چې ماشوم د نيا نيکۀ پۀ غېږه کښې څۀ زده نۀ کړے شول - نو هغه به ورته حجرې او کلي کوڅو اوښودل - ماشوم چې به کله بورړے شۀ - د حجرې د وتو به شۀ - نو حجرې به لکه د ملغلرې وتراشۀ - اوس خو د يوې نه بله ورځ بده راځي - واړۀ لوئے ټوله ورځ ، شپه ، کور ، حجره ، بېټک هر ځائے ټي وي ته ناست وي - او ټي وي نه دوي ته خپله ژبه ښائي ، نۀ دين ، نۀ ثقافت ، نۀ پښتو او نۀ انسانيت او نۀ د کلي د حجرو هغه ثقافتي غورځنګ پاتې دے -
د نن ماشوم د سبا ځوانان او ځوانان د قام مټې وي - کۀ چرې مټې مړې او چيچړې شي - نو قام ډوب واخله او شاعر چرې خپل قام تود باد ته نۀ پرېږدي -
ډاکټر ديدار هم پۀ شعوري توګه " زرغون زيري " تخليق کړے دے - دا پۀ ظاهره معمولي کتاب ښکاري - خو کۀ ژور پام اوشي نو پۀ پښتو ژبه کښې د ماشومانو له پاره ليکلے ادب د نشت برابر دے - وخت پۀ وخت د ماشومانو د تفريح له پاره څۀ لږ ډېر ليکل شوي دي - ولې د تعمير او پۀ لوبو لوبو کښې پۀ غېر محسوسه توګه د نصابي کتابونو د يو څو نطمونو نه علاوه سودهم ته شین دے -
البته د خالقداد اميد " ستوري" پۀ خپل ځائے ښۀ کتاب دے - خو د " زرغون زيري " او " ستوري " تر مينځه د مقصديت ، معنويت او تفريح ډېر فرق دے -
داکټر ديدار د خپل قام بچو ته د پښتو او اسلام قدرونه ، وطن دوستي، امن او څوکالي وغېره پۀ اعلا او ارفع رنګ کښې وړاندې کوي - انداز ئې دومره خوږ ، پوست ، روان او د ماشومانو د ذهني سطحې او نفسياتو مطابق دے - چې دوي به ترې نۀ يواځې خوند اخلي ، علم به ترې هم زده کوي او ياد به ئې هم ساتي -
د سادګۍ ، روانۍ او معنويت پۀ لحاظ د ماشومانو له پاره دومره ګټور منظوم کتاب زما له نظره نۀ دے تېر شوے - زۀ هيله لرم چې پۀ ادبي دنيا کښې به " زرغون زيري" ته ډېر تود هرکلے اووئيلے شي - او د دې د اهميت او افاديت له مخه به دا کتاب د درسي او نصابي لوستې د پاره هم پۀ کار راوستے شي - ځکه چې دا د دې کتاب د شان سره ښائي -
اباسين يوسفزے
اسلاميه کالج پېښور
۱۵ فروري ۲۰۰۱ ء
زيري
لکه د نور کله پۀ شان دا هم د ژمي يو داسې يخه شپه وه - چې د غرونو پۀ سرونو واورين څادرونه خواره شوي وو - او چې کله به د هوا څپو د دغه څادرونو سرونه وهل نو پۀ ټول ماحول کښې به ئې د ژوند ساه نوره هم لنډه تنګه کړه - د کلي پۀ کورونو کښې هر چا انغري تاوده کړي وو - او د اورونو تاو ته ډډې پۀ ډډې کېدل - ګل پاڼه د خپلې نيا ابۍ سره پۀ بړستنه کښې لکه د ورکوټې پشونګړۍ يو خوا ته غلي پرته وه -
نيا ابۍ ورته لکه د نور کله پۀ شان نن هم د اوده کېدو نه وړاندې قصه کوله - ګل پاڼې چې به د خپلې نيا پۀ مخ د وخت کږو وږو کرښو او سپينو وېښتو ته پۀ غور وکتل - نو پۀ ډېره معصومه ژبه به ئې اووې - " ابۍ ستا دا وېښتۀ پۀ څۀ سپين شوي دي ؟ " -
نيا ابۍ به ورته خبره بدلوله را بدلوله خو ګل پاڼې به د هر سوال د جواب له پاره ضدونه کول - نن ورته نيا ابۍ د تورابان دېو قيصه کوله - د هر نوم سره به هغې پۀ خپل ذهن کښې د کردارونو شکلونه جوړول او ورانول -
خو چې کله ئې نيا ابۍ دا خبره اوکړه - چې د يو غار نه تور ښامار را اووتۀ او پۀ شهزاده پسې ئې خله وازه کړه - نو ګل پاڼه د وېرې نه وبوږنېده - هغې پۀ بړستنه کښې سر پټ کړۀ او نيا ابۍ خپلې خوا ته رانزدې کړه -
ګل پاڼه ټوله شپه پۀ خوب کښې وېرېده - سبا له چې پاڅېده - نو د څۀ ساعت له پاره ترې خبره هېره وه - دغه سحر د اسمان نه وريځې تښتېدلې وې - نمر خپلې پلوشې خورې کړې وې -
ګل پانې د ناشتې نه پس د سکول جامې واغوستې - بېګ ئې غاړې ته واچولۀ - اول مور ښکل کړه بيا نيا ابۍ پۀ دواړه مخه ښکل کړه - ګل پاڼه صفا سوتره سکول ته لاړه - چې د پښتو کلاس شورو شۀ نو استاد نظم شورو کړۀ -
هاغه دے پاړو راغے
اوس به ګډوي ماران
د مارانو د لفظ اورېدو سره ګل پاڼې ته د نيا ابۍ قيصه را ياده شوه - د هغې پۀ معصوم مخ وارخطائي راغله - او بيا ئې چغې کړې -استاد ورپسې فوراً نزدې راغے - " ولې ګل پاڼې بچے څۀ وشو " - ګل پاڼه ټوله د وېرې نه رپېده - " استاد جي ……… استاد جي …… دا د مارانو سبق مۀ وايئ …… مۀ وايئ " او بيا ئې پۀ ژړا ګوتې پورې کړې -
استاد کتاب بند کړۀ او يو ژور سوچ يوړو - " هو بالکل ګل پاڼه ښۀ وائي ……. " هغه د ځان سره اووې - ورځ تېره شوه - او استاد جي د ګل پاڼې د سوال له پاره ځوابونه لټول - خو هغه هېڅ نۀ پوهېدۀ چې سبا له ګل پاڼه ماشومه څنګه دلاسه کړي ؟
دا يواځې د ګل پاڼې د استاد جي خبره نۀ وه - د کلونو راسې زمونږ د پښتنو درسي کتابونه هم دغه نظمونه لري چې :
سائکله وفاداره …….
تۀ د غل بچے ئې ستا نيکۀ د بدو مل وۀ ……
اوښه اوښه ډانګه ……….
او داسې نور ډېر چې ترنم لري خو د ماشوم ذهن د اصلاح له پاره ټول او مکمل اړخونه نۀ لري -
نن سبا د الېکټرانک ميډيا پۀ وجه دنيا د يو عالمي کلي شکل اختيار کړے دے - نن د علم او پوهې سفر ډېر وړاندې تلے دے - زمونږ را روان نسل زمونږ نه د يو مثبت او تعميري سوچ غوښتنه کوي -
ستاسو پۀ لاس کښې د ډاکټر ديدار يوسفزي دا کتاب د نوي نسل له پاره د يو داسې زيري حېثيت لري - چې مونږ ئې د تيارو پۀ تور تم کښې يو نوے مشال ګڼلے شو - ډاکټر ديدار يوسفزے د طب ماهر دے - خو د طب سره سره د ماشومانو د نفسياتو څخه تر کافي حده خبر دے - ځکه نو پۀ نظمونو کښې ئې د ماشومانو پۀ خله د ماشومانو خبرې کړي دي - حقه دا ده چې د سنجيده ادب پۀ مقابله کښې د ماشومانو له پاره ليکل ډېر ګران کار دے - او بيا پۀ پښتو کښې خو د ماشومانو له پاره هډو څۀ کار شوے نۀ دے - د ماشومانو د نطمونو دا کتاب به پۀ عامه پښتنه ټولنه کښې عموماً او پۀ سکولونو کښې خصوصاً د ماشومانو پۀ ذهني وده کښې ډېر لوئے لاس وکړي - راتلونکے وخت به کۀ يو خوا ديدار يوسفزے د نطم او غزل سره د هائيکو د نمائنده شاعر پۀ توګه يادوي نو بل خوا به د ماشومانو له پاره دغه زيار او دغه کوشش بيخي انفرادي حېثيت ولري -
لائق زاده لائق
د پښتونخوا د پوهنې دېره ، راحت اباد پېښور
۱/ اپرېل ۲۰۰۱ ء
لوئے کار - دروند عمل
د ادب پۀ دنيا کښې د ټولو نه لوئے تخليقي عمل د ماشومانو د پاره يا د ماشومانو پۀ حواله د لويو تخليق کارو کړے زيار او کار ګڼلے شي - ځکه چې دغه لوئے تخليق کوونکي د دې عمل د پاره د خپل قد او خپل طبعي عمر نه ډېرې لاندې پولې ته را کوزيږي - او بيا دغلته د ماشومانو خپل احساسات، خپل نفسيات او خپل تصورات وي - او پۀ دې پوهېدل يا د دې باريکۍ ته کوزېدل څۀ اسانه خبره او وړوکے کار نۀ دے -
دا ډېر لوئے ذهن ، صلاحيت او قابليت غواړي - زۀ چې د ډاکټر ديدار يوسفزي د ماشومانو د محسوساتو ژوند ، افکارو ، ضرورتونو او زده کړې پۀ حواله ليکلو او نظمونو ته ګورم - نو دا راته د عامې شاعرۍ او امروزه تخليقي عمل نه لوئے کار پۀ دې ښکاري - چې ښاغلي ديدار يواځې پۀ دې نطمونو کښې نصيحت نۀ دے کړے - نۀ ئې د ځان نه د سکول استاد ساز کړے دے - بلکه د نن دور ماشوم ئې د ژوند د مختلفو اړخونو پۀ تصويرونو او منظرونو کښې د ځان سره ګوته نيولے ګرځولے دے - او پۀ رموزو ئې هم د دۀ د اشنا کولو زيار کړے دے - چې د ژوند پۀ مختلفو ګوټ پېرونو او مرحلو به ورسره دے مخ کيږي - او د دۀ پۀ تجربو او زده کړه کښې به ځائے کيږي او پکاريږي -
د ماشومانو له پاره د دې تخليقي کار ډېر لوئے اهميت پۀ خپل ځائے خو ضرورت ئې دا دے چې د پښتو لمن پۀ دا قسمه شتمنۍ بيخي نيمګړې نيمه خوا ده - او کۀ د ډاکټر ديدار پۀ دغه زيار پسې يو بل قدم پورته شۀ - نو يقيناً چې دا به زمونږ د ماشومانو د ادب پنګه ډېره درنه او خوږه کړي -
محب الله شوق
د اپرېل دوئمه نېټه ۲۰۰۱ ء
دا الله دے
چې خالق د دې دنيا دے
او ساتونکے د هر چا دے
چې پۀ هر ځائے کښې موجود دے
خو د هر چا نه پنا دے
دا الله دے ، دا الله دے
دا الله دے ، دا الله دے
چې د هر چا مسیحا دے
خو دے يو دے او يکتا دے
چې نۀ څوک پېدا د دۀ نه
او نۀ دے له چا پېدا دے
دا الله دے ، دا الله دے
دا الله دے ، دا الله دے
چې مالک هم د جزا دے
او مالک هم د سزا دے
داسې څوک دے وایه وايه
چې لائق د کل ثنا دے
دا الله دے ، دا الله دے
دا الله دے ، دا الله دے
شم درنه قربان نبي
اے شاه سلطان نبي
تۀ ئې د لوئے شان نبي
نوم د محمد لرې
ئې د کل جهان نبي
کم پۀ مرتبه کښې دي
ستا نه ټول نبيان نبي
ختم نبوت پۀ تا
تۀ اخير زمان نبي
زۀ يو امتي يم ستا
شم درنه قربان نبي
دا الله دي پېدا کړي
ښائسته ښکلي ګلونه
خوارۀ پکښې رنګونه
وږمې د پسرلي او
د هاړ تاودۀ بادونه
دا چا دي پېدا کړي
وايه چا دي پېدا کړي
الله دي پېدا کړي
دا الله دي پېدا کړي
دا شنۀ شنۀ چمنونه
ولاړ ښکلي فصلونه
دا رنګ پۀ رنګ مېوې او
جدا پکښې خوندونه
دا چا دي پېدا کړي
وايه چا دي پېدا کړي
الله دي پېدا کړي
دا الله دي پېدا کړي
بې مثله دريابونه
خوړونه ، ابشارونه
رڼې رڼې چينې او
خوارۀ وارۀ سيندونه
دا چا دي پېدا کړي
وايه چا دي پېدا کړي
الله دي پېدا کړي
دا الله دي پېدا کړي
سحر او ماښامونه
د شپې ورځې رنګونه
غرمه ، مازيګرے او
دا مياشتې او کلونه
دا چا دي پېدا کړي
وايه چا دي پېدا کړي
الله دي پېدا کړي
دا الله دي پېدا کړي
دا زمکه اسمانونه
دا واړه جهانونه
پکښې زمونږ له پاره
بې شماره نعمتونه
دا چا دي پېدا کړي
وايه چا دي پېدا کړي
الله دي پېدا کړي
دا الله دي پېدا کړي
عظيم انسان
دوست وي محنتي د خدائے
دا د خوږ نبي فرمان
څوک چې تل محنت کوي
وي هغه عظيم انسان
هم پکار د بل شي دے
هم پکار شي دے د ځان
څوک چې تل محنت کوي
وي هغه عظيم انسان
دے ګټه کوي مدام
چرته نۀ مومي تاوان
څوک چې تل محنت کوي
وي هغه عظيم انسان
بخت ئې وي بېدار همېش
ژوند ښۀ تېروي پۀ شان
څوک چې تل محنت کوي
وي هغه عظيم انسان
وېښ ساتي اميد د زړۀ
نۀ پرېږدي پۀ زړۀ ارمان
څوک چې تل محنت کوي
وي هغه عظيم انسان
لوړو کارنامو ته ئې
وي ګوته پۀ خله جهان
څوک چې تل محنت کوي
وي هغه عظيم انسان
ښۀ اخلاق
نۀ يم زۀ ادنیٰ له تا
نۀ ئې تۀ اعلیٰ له ما
يو رنګ انسانان يو خو
کار د هر يو کس جدا
دے هغه پۀ مونږ کښې ښۀ
ښۀ چې دي اخلاق د چا
خوښ وي هم زما او ستا
هم د تمامي دنيا
دروند ورته واړه ګوري
لوئے ورته کوي دعا
دے هغه پۀ مونږ کښې ښۀ
ښۀ چې دي اخلاق د چا
نن ئې وينو مونږ ګدا
څوک چې وۀ پرون باچا
نۀ دے څوک پۀ تاج غوره
نۀ دے پۀ دولت بالا
دے هغه پۀ مونږ کښې ښۀ
ښۀ چې دي اخلاق د چا
ښۀ کردار مومي بقا
مرګ کړي کۀ انسان فنا
څوک چې ښۀ اعمال کوي
وي هغه ژوندے سدا
دے هغه پۀ مونږ کښې ښۀ
ښۀ چې دي اخلاق د چا
نعمتونه
بخښلي دي رب مونږ ته
بې شماره نعمتونه
دا سترګې ئې ليدو له
غوږونه اورېدو له
دا پښې ئې ګرځېدو له
دا عقل پوهېدو له
بخښلي دي رب مونږ ته
بې شماره نعمتونه
دا نمر ئې ځلېدو له
دا ستوري پړقېدو له
دا اور ئې بلېدو له
باران ئې ورېدو له
بخښلي دي رب مونږ ته
بې شماره نعمتونه
اوبۀ ئې زمونږ څښو له
جامې ئې اغوستو له
ګلونه رنګينو له
دا بوټي ئې ميوۀ له
بخښلي دي رب مونږ ته
بې شماره نعمتونه
دا زمکه اوسېدو له
دا شپه اودۀ کېدو له
نومونه پېژندو له
ژوندون ئې تېرېدو له
بخښلي دي رب مونږ ته
بې شماره نعمتونه
د پښتو ژبې ټکي
څلور څلوېښت ئې توري
ځليږي لکه ستوري
زمونږ ژبه پښتو ده
چې ډکه د خوږو ده
اول " ا ب پ " دي
دا لوئې خزانې دي
بيا " ت" ده " ټ" او" ث " ده
خبره د فائدې ده
بيا " چ" او "ح" او "خ" ده
ژوند لار د حوصلې ده
بيا "ج" او "ځ" او "څ" دي
دا وائي چې عالم دي
بيا "د" دے "ډ" او "ذ" دے
کۀ دولس مياشتې کال دے
بيا " ر ړ ز" او " ژ " ده
خو مياشت ښۀ د روژې ده
بيا " ږ س ش" او " ښ " دي
چې علم سرۀ او سپين دي
بيا " ص" ورپسې " ض " وي
پۀ دې پوهه تل ښاد وي
بيا " ط ظ ع " او " غ" وي
دا خلق تل بې چېن وي
بيا " ف ق ک " او " ګ " وي
چې ورک پکښې انصاف وي
بيا " ل م ن " او " ڼ" وي
زړګے د هغه روڼ وي
بيا " و" دے او بیا "ه " ده
چې دا رڼا پکښې ده
ورستۍ پنځه ئې ګانې
ښائسته دي لکه زاڼې
لرئ حوصلې ځوانې
جونګړې مو ودانې
زما قلم
لوړ به ساتم ټول عمر
زۀ د خپل قلم معيار
زۀ د نوي ژوند معمار
زۀ د نوي کول سالار
زۀ ئې د بقا ضامن
زۀ ئې د حرمت پاسدار
لوړ به ساتم ټول عمر
زۀ د خپل قلم معيار
خېر کۀ يو سپق ليکم
سپين به زۀ مطلق ليکم
مل به د رښتياؤ يم
تل به پرې زۀ حق ليکم
لوړ به ساتم ټول عمر
زۀ د خپل قلم معيار
زۀ به پرې ستائم امن
زۀ به پرې ويشم امن
زۀ د امن غړے يم
زۀ به پرې پالم امن
لوړ به ساتم ټول عمر
زۀ د خپل قلم معيار
کړم به پرې تيارې رڼا
ټولې اندېښنې رڼا
سپين سپېځلے ليک به مې
کړي دا تورې شپې رڼا
لوړ به ساتم ټول عمر
زۀ د خپل قلم معيار
دے به زېږوي مينه
دے به خپلوي مينه
جنګ نه به نفرت کوي
دے به خوروي مينه
لوړ به ساتم ټول عمر
زۀ د خپل قلم معيار
ځئ چې بوټي نال کړو نن
ځئ چې بوټي نال کړو نن
ځئ چې بوټي نال کړو نن
دا شينکي شينکي بوټي
دا رنګي رنګي بوټي
ونې به سبا له وي
دا تنکي تنکي بوټي
ځئ چې بوټي نال کړو نن
ځئ چې بوټي نال کړو نن
دے زمونږ دولت ونې
غواړي محبت ونې
کړي به چاپېرچل زمونږ
سم لکه جنت ونې
ځئ چې بوټي نال کړو نن
ځئ چې بوټي نال کړو نن
شي به سم او غر ښکلے
هر يو رو ګودر ښکلے
شين څادر به واغوندي
دلته هر يو در ښکلے
ځئ چې بوټي نال کړو نن
ځئ چې بوټي نال کړو نن
کړې به شنې ، مېرې مونږ له
نيسي به مېوې مونږ له
دا به پۀ خپل ګور سيوري
يخې کړي مېرې مونږ له
ځئ چې بوټي نال کړو نن
ځئ چې بوټي نال کړو نن
شي به دا هوا صفا
اخلو به مونږ ساه صفا
دا صفا ماحول به کړي
ژوند زما او ستا صفا
ځئ چې بوټي نال کړو نن
ځئ چې بوټي نال کړو نن
زۀ به هم لسم ته شم
اوس کۀ پۀ اول کښې یم
بيا به زۀ دويم ته شم
ښۀ به زوتووم سبق
کله چې دريم ته شم
ښکلې به تختۍ ليکم
زۀ چې څلورم ته شم
نور چې مړنے شمه
بيا به زۀ پنځم ته شم
ځم نوي مکتب له به
کله چې شپږم ته شم
ښۀ سبق چې اووائم
بيا به زۀ اووم ته شم
پوهه به مې زياته شي
څنګه چې اتم ته شم
ښۀ به يم لوئے شوے زۀ
کله چې نهم ته شم
تۀ کۀ پۀ لسم کښې ئې
زۀ به هم لسم ته شم
وایه دوه او درې پنځۀ
زما واوره دا " يوه"
همېشه ښۀ کار کوه
وي يوه او يوه " دوه"
د معراج وي ښکلې شپه
تل یوه او دوه وي " درې "
شنې مڼې شوې تکې سرې
دوه او دوه همېش "څلور"
کوه خيال د ورور او خور
وي به دوه او درې "پنځۀ"
وخت پرې نۀ ږدې د مانځۀ
وايه دوه او څلور "شپږ"
ښۀ پۀ چغه او پۀ زوږ
وي تل درې څلور "اووۀ"
دا سبق مو زوتووۀ
وي څلور څلور " اتۀ "
نمر شي زيړ پۀ پرېواتۀ
وي څلور او پنځه "نهه"
ږده د بل پۀ زخم پهه
وي پنځه او پنځه " لس"
زۀ يم سترګې د اولس
مونځ
ښۀ پنځه وخته رښتيا
فرض مونځ دے پۀ هر چا
چې پۀ نوم وي مسلمان
کۀ سائل وي کۀ باچا
اول مونځ دے د سحر
دے انسان هغه بهتر
چې ادا ئې کړي پۀ وخت
کۀ دا ښځه وي کۀ نر
دوئم مونځ د ماسپښين
دے جبين هغه جبين
چې ترې نۀ شي دا قضاء
دے مومن هغه مومن
دريم مونځ د مازيګر
هغه زړۀ لکه ګوهر
چې ئې غم وي ورسره
دے کامياب هغه بشر
ورپسې مونځ د ماښام
ښۀ مې واوره دا پېغام
چې ډېر کم وي وخت د دې
هم به خيال کوې هم پام
پنځم مونځ د ماسخوتن
لکه روح د هر بدن
ښۀ ډېر خيال ئې دے پکار
چې بې ساه دې نۀ شي تن
زۀ د سبا ستورے يم
تاب لرم د نمر پۀ شان
کړم به ځلنده جهان
دے وطن پۀ ما ودان
زۀ د سبا ستورے يم
زۀ د سبا ستورے يم
زۀ يم د وحدت نامه
زۀ يم د الفت نامه
زۀ د محبت نامه
زۀ د مينې تورے يم
زۀ د سبا ستورے يم
کل به شي زما عقل
دا مې د وېنا اصل
زۀ د را روان نسل
څپر يمه ، سيورے يم
زۀ د سبا ستورے يم
کم يمه پۀ تن کۀ زۀ
ګل يم پۀ بدن کۀ زۀ
نشته پرواه نن کۀ زۀ
تېغ يمه کمزورے يم
زۀ د سبا ستورے يم
رنګونه
بې شماره دي رنګونه
بې شماره ئې قسمونه
خويونه ئې جدا دي
او بيل بيل ئې نومونه
يو رنګ پۀ دې کښې "سپين" دے
صفا لکه آئين دے
دا رنګ دامن رنګ دے
دا هر چا ته نيازبين دے
يو رنګ پۀ دې کښې"سور" دے
چې تود لکه تنور دے
دا رنګ د وينې رنګ دے
د مينې او سرور دے
يو رنګ پۀ دې کښې "شين" دے
پۀ دې مې افرين دے
دا رنګ د ژوندانۀ دے
ډېر ښکلے او حسين دے
يو رنګ پۀ دې کښې " تور " دے
دوئم نوم د پېغور دے
دا رنګ د شپې ځليږي
پکښې د تيارو کور دے
يو رنګ پۀ دې کښې "زيړ" دے
ډېر غوره او ډېر لوړ دے
دا رنګ د شفق رنګ دے
پۀ دۀ مازيګر غوړ دے
يو رنګ پکښې " وودي" دے
چې خوئي ئې خصوصي دے
دا رنګ د اسمان رنګ دے
چې پټ اوس پۀ لوګي دے
نور هم شته دے رنګونه
نور هم شته ئې نومونه
خو ما د دې چمن نه
راخستي څو ګلونه
وخت د پسرلي راغے
وخت د پسرلي راغے
ګل ئې کړې کوڅې زمونږ
دومره ډېر ګلونه دي
کښې نۀ ږدم قدم پۀ ګل
ګورم چې پټو ته زۀ
زيړ دي د شړشم پۀ ګل
وخت د پسرلي راغے
ګل ئې کړې کوڅې زمونږ
لاړ شمه چې باغ ته زۀ
هر ګل پۀ شباب وينم
هم پکښې رامبېل چامبېل
هم پکښې ګلاب وينم
وخت د پسرلي راغے
ګل ئې کړې کوڅې زمونږ
سور دے د ورخاړي ګل
نشته بل رنګ خس پکښې
دنګ دے پۀ ډنډر ولاړ
سپين ګل ګنګس پکښې
وخت د پسرلي راغے
ګل ئې کړې کوڅې زمونږ
شنۀ شنۀ دي واښۀ يو خوا
بل خوا سرۀ ريدي ښکاري
ځائے پۀ ځائے پۀ مينځ کښې ئې
ښکلي زيړ ګلي ښکاري
وخت د پسرلي راغے
ګل ئې کړې کوڅې زمونږ
وخت
وي پۀ هر چا کار زما
هم پۀ هر چا لار زما
څومره چې خوش بخت يمه
دومره پۀ زرۀ سخت يمه
چا ته زۀ اودرېږم نۀ
چا ته ايسارېږم نۀ
زۀ همېش روان يمه
زۀ همېش ودان يمه
څوک چې هم ما سپک ګڼي
ځان دې هغه ورک ګڼي
څوک چې ما ناياب ګڼي
ځان دې دے کامياب ګڼي
څوک چې زما قدر کړي
ژوند پۀ هغو فخر کړي
قسمونه د ادراک
پۀ شمار کښې ټول پنځه دي
قسمونه د ادراک
هم دا حواس خمسه
انسان ساتي پۀ واک
پۀ دې پېژندګلو کښې
اول درک ليدل دي
دا کار مو د نظر دے
پۀ سترګو مو کتل دي
دوئم درک هر قسمه
غږونه پېژندل دي
پۀ خپلو دوه غوږونو
خبرې اورېدل دي
درئم درک خوندونه
توکل يا تېرول دي
او کار زمونږ د ژبې
د هر يو خوند څښکل دي
درک چې څلورم دے
پۀ پوزه ساه راښکل دي
بس کار زمونږ د پوزې
دا هر څۀ بويول دي
پنځم درک د لمس دے
دا پته لګول دي
دا کار د ټول بدن دے
د لمس محسوسول دي
روان یمه مکتب له
روان يمه مکتب له
روان يمه مکتب له
وينځلي مې لاسونه
پاک کړي مې غاښونه
وېښتۀ مې منګز کړي
پرې کړي مې نوکونه
روان يمه مکتب له
روان يمه مکتب له
پۀ يو لاس کښې تختۍ ده
پۀ بل کښې مې مټۍ ده
پۀ پښو کښې مې بوټان دي
پۀ سر توره ټوپۍ ده
روان يمه مکتب له
روان يمه مکتب له
پۀ غاړه مې بسته ده
پرته پکښې قاعده ده
پۀ ښۀ شان له اغوستې
ما توره ملېشه ده
روان يمه مکتب له
روان يمه مکتب له
لوستل بهپکښې زده کړم
ليکل به پکښې زده کړم
مکتب د پوهې ځائے دے
وئيل به پکښې زده کړم
روان يمه مکتب له
روان يمه مکتب له
زۀ چې کله ځوان شمه
زۀ چې کله ځوان شمه
مير به د کاروان شمه
خپل علم به پورته کړم
خور به پۀ جهان شمه
زار به له وطنه شم
زار به له وطنه شم
دنګ به ورله سر کړمه
تن به ورله غر کړمه
څۀ وي د وطن مينه
هر څوک به خبر کړمه
زار به له وطنه شم
زار به له وطنه شم
دے چې به بې مثال کړمه
دے به لازوال کړمه
زۀ به د محنت پۀ زور
دے د جهان سيال کړمه
زار به له وطنه شم
زار به له وطنه شم
کړم به د چمن پۀ سر
وار ئې د دښمن پۀ سر
وخت کۀ تقاضه وکړه
ږدم به زۀ کفن پۀ سر
زار به له وطنه شم
زار به له وطنه شم
د سحر سېل
ځم چې د سحر پۀ سېل
هر څۀ ښائسته ښکاري
پرخه يې پۀ مخ پرته
وي ښکلے کبل مسکے
خاندي هر يو ګل راته
وي غندل غندل مسکے
ځم چې د سحر پۀ سېل
هر څۀ ښائسته ښکاري
يخ بادونه الوزي
وي ښکلې هوا هر خوا
نۀ وي کړي نمر څيره
وي تته رڼا هر خوا
ځم چې د سحر پۀ سېل
هر څۀ ښائسته ښکاري
ښۀ تازه تازه ښکاري
رنګ د ګلدرو پکښې
چار چاپېره خوند کوي
چغې د مرغو پکښې
ځم چې د سحر پۀ سېل
هر څۀ ښائسته ښکاري
زۀ پکښې ښۀ اوګرځم
تن شي د سيالۍ زما
لاړې شي او ورکې شي
ټولې ستومانۍ زما
ځم چې د سحر پۀ سېل
هر څۀ ښائسته ښکاري
بيا د ونو پاڼو کښې
پټه اشاره کړي نمر
هر څۀ شي راڼۀ ، راڼۀ
سترګې راښکاره کړي نمر
ځم چې د سحر پۀ سېل
هر څۀ ښائسته ښکاري
ډېر ښکلے منظر وينم
ګورم چې کوم لور ته زۀ
بيا ترې را روان شمه
راشمه خپل کور ته زۀ
ځم چې د سحر پۀ سېل
هر څۀ ښائسته ښکاري
ژوند د لوئے محنت نوم دے
ژوند د لوئے محنت نوم دے
ژوند د لوئے محنت نوم دے
ژوند د ورورولۍ پېغام
ژوند د اخوت نوم دے
ژوند د رب رضا کول
ژوند د اطاعت نوم دے
ژوند د بندګۍ سبب
ژوند د عبادت نوم دے
ژوند د مینې خور کتاب
ژوند د محبت نوم دے
ژوند ازمېښت د صبر دے
ژوند د قناعت نوم دے
ژوند د صفايۍ طالب
ژوند د نفاست نوم دے
ژوند د رښتينۍ تله
ژوند د صداقت نوم دے
ژوند د ښيښې لوښے دے
ژوند د نزاکت نوم دے
ژوند د هوښیارتیا تکل
ژوند د لوئے حکمت نوم دے
مارغان
زمونږ پۀ چاپېرچل کښې
شينکي او پۀ ځنګل کښې
مارغان دي ښۀ بې شماره
ښائست ئې بې مثاله
الوت ئې پۀ وزر دے
ودان پرې سم او غر دے
تنزري ، تاروګان دي
کۀ شنۀ ښکلي طوطیان دي
شين غاړي کۀ ډينګان دي
سيسۍ کۀ مړزان دي
کونترې ، خارونکې
چنچڼې ، سور سرکې
دا خراړې او بلبلې
دا زرکې ښکلې ښکلې
ښکلا مونږ ته را ژباړي
ډېر خيال ئې کول غواړي
زرغون زيري
مونږ چې پۀ دې خاوره کښې
رب رازېږولي يو
بيا ئې د غندل پۀ شان
مونږ راټوکولي يو
مونږ د نوي ژوند اغاز
مونږه زرغون زيري يو
مونږه زرغون زيري يو
مونږ يو د جذبو ژبې
علم د سر تاج زمونږ
راز پۀ جهان نۀ پرېږدو
دا پوهه معراج زمونږ
ځانله دے زمونږ انداز
مونږه زرغون زيري يو
مونږه زرغون زيري يو
مونږه به د هر دروغ
دلته مخ نيوے کوو
مونږه به د حق ، باطل
دلته سپيناوے کوو
مونږه يو د حق اواز
مونږه زرغون زيري يو
مونږه زرغون زيري يو
مونږ به پۀ څېړنو کړو
ځانله منور جهان
خيژو به خلا ته مونږ
کړو به مسخر جهان
لوړ به وي زمونږ پرواز
مونږه زرغون زيري يو
مونږه زرغون زيري يو
ژمے
د ژمي يخ موسم دے
د ژمي يخ موسم دے
څوک ناست دي انغرو ته
څوک ناست دي انګيټو ته
چا اور ځانله بل کړے
توديږې ئې لمبو ته
دا اور پۀ خلقو کم دے
د ژمي يخ موسم دے
د يخ ژمي ګړۍ ده
شورو اوږده ژړۍ ده
بابا پکښې د ځان نه
تاو کړې ښۀ شړۍ ده
چې تود وي څۀ ئې غم
د ژمي يخ موسم دے
دنيا سپينه ځليږي
تر څومره چې ښکاريږي
د واورې سپين څپولي
چاپېره را وريږي
تک سپين تمام عالم دے
د ژمي يخ موسم دے
د نمر نه ټول تاويږي
پيتاو ته ئې توديږي
چې سترګه راښکاره کړي
هر څوک ترې قربانيږي
يخنۍ ترې ويستے دم دے
د ژمي يخ موسم دے
يخني نن لېونۍ ده
هوا هم پۀ سيالۍ ده
انډک سونډک راوړې
تېره يخه سيلۍ ده
نن زور د سيلۍ سم دے
د ژمي يخ موسم دے
د دين ارکان
پنځۀ د دين ارکان زمونږ
پۀ ټولو دے ايمان زمونږ
اول رکن د دين کلمه
د رب د ذات آئين کلمه
دوئم رکن ئې مونځ کول
دريم رکن روژه نيول
زکات ئې څلورم رکن
او حج ئې دے پنځم رکن
د دين خورې لمنې دي
خو دا پنځۀ ئې ستنې دي
د خدائے سره خدائي ښائي
بنده له بندګي ښائي
اختر
بيا ښکلے اختر راغے
بيا ښکلے اختر راغے
لوئے واړۀ او ځوان زاړۀ
هر څوک خوشاليږي نن
دلته بيا د لوئے اختر
ورځ نمانځلے کيږي نن
بيا ښکلے اختر راغے
بيا ښکلے اختر راغے
ګل ګل ماشومان وينم
هر څوک دي سينګار ښکلي
نوي ئې پۀ تن جامې
پښو کښې ئې پېزار ښکلي
بيا ښکلے اختر راغے
بيا ښکلے اختر راغے
نن له حده زيات ښکاري
جوش پۀ ماشومانو کښې
څوک ځانله پۀ ټال ځانګي
څوک پۀ زانګو ګانو کښې
بيا ښکلے اختر راغے
بيا ښکلے اختر راغے
ځائے پۀ ځائے ځوانان دلته
جمع حلالو ته دي
دي ګوته پۀ خله واړۀ
ناست ئې تماشو ته دي
بيا ښکلے اختر راغے
بيا ښکلے اختر راغے
ټولو خلقو يو بل له
نن مبارکۍ ورکړې
خپلو او پردو ټولو
يو بل له ډالۍ ورکړې
بيا ښکلے اختر راغے
بيا ښکلے اختر راغے
ښۀ کتاب یو ښۀ مل دے
ښۀ کتاب يو ښۀ مل دے
ښۀ کتاب يو ښۀ مل دے
دے به درته ځان ښائي
دے درته جهان ښائي
تا ته د ژوند پټ پناه
دے د هر زمان ښائي
ښۀ کتاب يو ښۀ مل دے
ښۀ کتاب يو ښۀ مل دے
قدر چې د دۀ کړې تۀ
ډېر څۀ به ترې زده کړې تۀ
دے د سحر زېرے دے
ځان به ځلنده کړې تۀ
ښۀ کتاب يو ښۀ مل دے
ښۀ کتاب يو ښۀ مل دے
څوک چې دا حکمت لري
دے به لوئے همت لري
چرته به مفلس نۀ شي
څوک چې دا دولت لري
ښۀ کتاب يو ښۀ مل دے
ښۀ کتاب يو ښۀ مل دے
لوړ به دې معيار کړي دے
دروند به دې کردار کړي دے
تا چی پۀ خوږو کالو
کله هم سينګار کړي دے
ښۀ کتاب يو ښۀ مل دے
ښۀ کتاب يو ښۀ مل دے
تا به دے خوشال ساتي
تا به لازوال ساتي
تل به پۀ تيارو کښې تا
بل لکه مشال ساتي
ښۀ کتاب يو ښۀ مل دے
ښۀ کتاب يو ښۀ مل دے
ازادي
مونږه ازاد پېدا يو
ځکه مو ژوند جنت دے
د غلامۍ نه تېښته
د هر انسان فطرت دے
دا د هغۀ عظمت دے
دا د هغۀ عظمت دے
د خوشالو له پاره
کۀ پکار روغ صحت دے
د ازادۍ له پاره
سر پرېکول غېرت دے
د دې هم دا قيمت دے
د دې هم دا قيمت دے
د هسک ژوندون له پاره
مونږ له پکار وحدت دے
دغه زمونږ بقا ده
دغه زمونږ عزت دے
هم دا د نن حاجت دے
هم دا د نن حاجت دے
بندې مرغۍ ته ګوره
پۀ دې کښې پروت عبرت دے
پۀ چغو چغو وائي
غلام ژوندون ذلت دے
ازادي لوئے نعمت دے
ازادي لوئے نعمت دے
پاکوالے نيم ايمان دے
تندرسته پاک انسان دے
پاکوالے نیم ايمان دے
له هر يو کاره مخکښې هم
د لاسو پاکول ښۀ وي
او پس له هر يو کاره بيا
خپل دواړه لاس وينځل ښۀ وي
تندرسته پاک انسان دے
پاکوالے نیم ايمان دے
د هر خوراک نه وړاندې ښۀ
د خلې کنګالول ښۀ وي
او پس له هر خوراکه بيا
د خلې صفا کول ښۀ وي
تندرسته پاک انسان دے
پاکوالے نیم ايمان دے
پۀ ورځ کښې خامخا يو ځل
پۀ هر موسم لامبل ښۀ وي
پۀ شپه او ورځ کښې دوه ځله
غاښونه پاکول ښۀ وي
تندرسته پاک انسان دے
پاکوالے نیم ايمان دے
پښې آبله ګرځېدلو نه
پېزار پۀ پښو کول ښۀ وي
او هر رنګه جامې مدام
ښې پاکې اغوستل ښۀ وي
تندرسته پاک انسان دے
پاکوالے نیم ايمان دے
پۀ ورځ کښې دوه يا درې ځله
وېښتۀ منګزول ښۀ وي
اووه ورځو کښې يو ځلې
نوکونه پرېکول ښۀ وي
تندرسته پاک انسان دے
پاکوالے نیم ايمان دے
هم دغسې خپل کور کلے
بيخي صفا ساتل ښۀ وي
د ګېرچاپېر نه هر قسمه
سخاوالے لر کول ښۀ وي
تندرسته پاک انسان دے
پاکوالے نیم ايمان دے
لوظ
کلک د قول اظهار دے لوظ
پوخ مضبوط اقرار دے لوظ
هر څوک چې هم اوکړي لوظ
بيا اتبار ساتل ښۀ وي
هر څنګه پۀ هر قیمت
لوظ پوره کول ښۀ وي
کلک د قول اظهار دے لوظ
پوخ مضبوط اقرار دے لوظ
هېر چې وي د چا نه لوظ
ژوند د هغو ژوند نۀ وي
هر چا ته وي سپک هغه
څوک چې ئې پابند نۀ وي
کلک د قول اظهار دے لوظ
پوخ مضبوط اقرار دے لوظ
نشي چې پاللے لوظ
هاغه څۀ انسان نۀ دے
مړ چې پۀ خپل لوظ نۀ شي
هاغه مسلمان نۀ دے
کلک د قول اظهار دے لوظ
پوخ مضبوط اقرار دے لوظ
لوبې
لوبې صحت له ښې وي
لوبو له وخت پکار دے
چې وړکړي لوبو له وخت
نو صحت مند هغۀ وي
پۀ صحت مند وجود کښې
ښۀ صحت مند مازغۀ وي
لوبې صحت له ښې وي
لوبو له وخت پکار دے
د ګټې هر چا کښې دا
لويه جذبه پېدا کړي
هم د بېداد زغملو
ښۀ حوصله پېدا کړي
لوبې صحت له ښې وي
لوبو له وخت پکار دے
دا کړي پۀ ژوند ګښې خلق
مقابلې ته تيار
هم پۀ ازمېښت کښې چوکس
هم کشالې ته تيار
لوبې صحت له ښې وي
لوبو له وخت پکار دے
پۀ يو ژوندي قام کښې تل
لوبې د ژوند نخښې وي
ځکه د لويو وړو
د هر يو تن خوښې وي
لوبې صحت له ښې وي
لوبو له وخت پکار دے
ښاد دې وي تل دا وطن
ګران دے ډېر پۀ ما وطن
ښاد دې وي تل دا وطن
دا د ننګيالو خاوره
دا د توريالو خاوره
دا د بريالو خاوره
دا مې د بابا وطن
ښاد دې وي تل دا وطن
دا د خوش بختۍ زېرے
دا د سوکالۍ زېرے
دا د خپلواکۍ زېرے
زار د مسيحا وطن
ښاد دې وي تل دا وطن
زۀ دلته کښې ښاد يمه
زۀ دلته اباد يمه
زۀ دلته ازاد يمه
ژوند له مې بقا وطن
ښاد دې وي تل دا وطن
دا د پسرلو زمکه
دا د ګلدرو زمکه
دا د نندارو زمکه
ګل وطن زما وطن
ښاد دې وي تل دا وطن
موسمونه
څلور وي موسمونه
څلور ئې خصلتونه
يو اوړے وي بل ژمے
سپرلے وي يو، بل منے
پنځه مياشتې وي اوړے
ډېر خوږ وي پکښې سيورے
اوله "ايساکۍ" ده
د اوړي ککرۍ ده
بيا "جېټ" ، "هاړ" ، "پشکال" دي
چې ګرمې د ټول کال دي
اخيره ئې "بادرو" ده
د اوړي د وتو ده
بيا تاو کړي وخت ګرزني
موسم راشي د مني
"اسو" وي او "کتک" وي
دا دوه مياشتې ئې وخت وي
د ورځې کۀ ګرمي وي
د شپې پکښې يخني وي
بيا درې مياشتې وي ژمے
چې تېر شي څنګه منے
"مګر" وي "پو" او "ما" وي
يخني پکښې سېوا وي
څنګ مياشت چې د "مګر" شي
يخني پۀ سم او غر شي
چې مياشت څنګه د"٬پو" شي
بيا پرخه د کتو شي
چې مياشت کله د "ما" شي
تېره يخه هوا شي
بيا دوه مياشتې سپرلے وي
هر ګل پکښې مسکے وي
اوله مياشت "پګڼ" وي
ودان پکښې ګلبن وي
دويمه ئې "چېتر" وي
باران پکښې پۀ تر وي
زۀ تازه ګلاب وومه
زۀ تازه ګلاب وومه
ګل ووم پۀ شباب وومه
زۀ يوه تنکۍ غوټۍ
جوړه پۀ ډنډر شومه
بيا له ډېره زياره پس
اوغوړېدم ګل شومه
زۀ تازه ګلاب وومه
ګل ووم پۀ شباب وومه
تاو رانه شنې پاڼې وې
ځانله خندېدمه زۀ
خپل شينکي ډنډر باندې
سور ووم ځانګېدمه زۀ
زۀ تازه ګلاب وومه
ګل ووم پۀ شباب وومه
خلق به راتلل ما له
زۀ ووم د بوستان ښکلا
هر چا بهکتل ماته
ووم د ګلستان ښکلا
زۀ تازه ګلاب وومه
ګل ووم پۀ شباب وومه
زۀ د خپلې څانګې نه
ستا ګوتو جدا کړمه
ما چې پۀ ډنډر خاندل
تا زۀ پۀ ژړا کړمه
زۀ تازه ګلاب وومه
ګل ووم پۀ شباب وومه
ختمه تازګي شوه مې
مړاوے شومه سپک شومه
ورژېدم پک شومه
خاورې شومه ورک شومه
زۀ تازه ګلاب وومه
ګل ووم پۀ شباب وومه
لږې خوشالۍ له تا
غم زما پۀ تن راوست
اووایه پۀ څۀ ګناه
ماله تا اجل راوست
زۀ تازه ګلاب وومه
ګل ووم پۀ شباب وومه
مخلوقات
رب خپل ربوبیت له
او خپل ثنا صفت له
درې قسمه پېدا کړي
مخلوق خپل عبادت له
بس خپل وحدانیت له
بس خپل وحدانيت له
اول د ادم ذات دے
چې علم ئې ډېر زيات دے
د خاورې نه دے جوړ خو
اشرف له مخلوقات دے
دے روح د کائنات دے
دے روح د کائنات دے
دوئم قسم پېریان دي
د سترګو نه پنهان دي
له اوره پېدا کړي
زمونږه رب سبحان دي
خوارۀ پۀ کل جهان دي
خوارۀ پۀ کل جهان دي
دريم ئې فرښتې دي
چې ښې ئې مرتبې دي
له نوره دي پېدا او
پۀ هر لوري خورې دي
پخې ئې عقيدېدی
پخې ئې عقیدې دي
خاورې زۀ دې ځوے يمه
تۀ مې ئې خپل ځان مورې
تۀ مې ئې ايمان مورې
ما دې پۀ خوره سينه
کړے دے تولان مورې
خاورې زۀ دې ځوئے يمه
خاورې زۀ دې ځوئے يمه
تا ته زۀ ښاغلے يم
تا ته نازولے يم
تا پۀ خپله غېږه کښې
تل زۀ لوبولے يم
خاورې زۀ دې ځوئے يمه
خاورې زۀ دې ځوئے يمه
تا سره نسبت لرم
ننګ لرم غېرت لرم
زور پۀ خپلو مټو کښې
ستا د حفاظت لرم
خاورې زۀ دې ځوئے يمه
خاورې زۀ دې ځوئے يمه
باز غوندې نظر زما
تن د ايلم غر زما
زېر به دښمنان کړمه
وار لکه حېدر زما
خاورې زۀ دې ځوئے يمه
خاورې زۀ دې ځوئے يمه
د شپې ورځې وختونه
اوله سپين سحر شي
ښکاره ځلنده نمر شي
بيا تکه سره غرمه شي
دا زمکه ښۀ توده شي
بيا زيړ مازيګرے شي
د نمر پيتاو نرے شي
او بيا سکڼے ماښام شي
د ورځ عمر تمام شي
اخير کښې توره شپه شي
دنيا پۀ خوب اوده شي
د شپې ورځې وختونه
د وخت دا تصويرونه
هم دغسې چورليږي
راخيژي ، فنا کيږي
علم
علم هم جمال دے
علم هم جلال دے
علم لويه پوهه ده
علم لوئے کمال دے
علم زرين تاج د سر
علم د تن ډال دے
علم خزانه د ژوند
علم د بخت لال دے
علم د تيارو دښمن
علم بل مشال دے
علم له زوال نشته
علم لازوال دے
زما فطرت
ښکلے مې خوئي ، ښکلے فطرت دے زما
هر چا ته دروند کتل عادت دے زما
ځکه ئې ما خدمت ته غاړه ايښې
د مور د پښو لاندې جنت دے زما
د مدرسې سبق پۀ مينه وايم
پۀ دې محنت کښې هم عظمت دے زما
د استادانو احترام کوومه
شوے هم داسې تربیت دے زما
زۀ پکښې لوبو له هم وخت اوباسم
خو دغه کار د فراغت دے زما
خدمت د خلکو عبادت ګڼمه
د ژوند مقصد دا عبادت دے زما
زمونږه دين اسلام دے
قرآن زمونږ کلام دے
چې دا د رب انعام دے
مونږ مسلمانان يو
زمونږه دين اسلام دے
چا ته چې خواږۀ يو مونږ
هغو ته مو سلام دے
امن پۀ دنيا غواړو
بس دا زمونږ پېغام دے
ځوانې دي جذبې زمونږ
منزل راته يو ګام دے
مونږ ته هر يو مشر خپل
قابل د احترام دے
زۀ د وطن شان يمه
زۀ د وطن شان يمه
زۀ د وطن ځوان يمه
زۀ د وطن مټې يم
زۀ د وطن توان يمه
زۀ دا وطن ځان ګڼم
زۀ د وطن ځان يمه
دا مې دسر سيورے دے
زۀ پۀ دۀ ودان يمه
زار يم د وطنه زۀ
زۀ پۀ دۀ قربان يمه
د ژوند قيصه
کۀ سل کاله پېړۍ ده
پۀ شمار يوه ګړۍ ده
کۀ دولس مياشتې کال دے
زر تېر شي دا ئې حال دے
څلور هفتې کۀ مياشت ده
ژوندۍ پۀ خپل شناخت ده
اووۀ ورځې هفته ده
د ګلو ګلدسته ده
څليريشت ګنټې ورځ* ده
پۀ نمر هم پۀ وريځ ده
ګنټه شپېته منټه
هم داسې ده چورلټه
منټ شپېته سيکنډه
شوه ختمه قيصه لنډه
*ورځ (دلته ترې مراد شپه او ورځ ده )
زۀ ژوبڼ له تلے ووم
زۀ ژوبڼ له تلے ووم
زۀ ژوبڼ له تلے ووم
لوئے لوئے او واړۀ واړۀ
وو رنګين مارغان پکښې
سپين او زيړ هم سرۀ او شنۀ
وو ښکلي طوطيان پکښې
زۀ ژوبڼ له تلے ووم
زۀ ژوبڼ له تلے ووم
ګڼ وو شادوګان پکښې
ټول وو د نخرو نه ډک
سم ئې خاندولے ووم
ډېر وو د پېښو نه ډک
زۀ ژوبڼ له تلے ووم
زۀ ژوبڼ له تلے ووم
دوه وو منزري پکښې
رنګ وۀ زيړ بخن د دوي
ځانله پۀ پنجره کښې بند
سم به غړمبېدل هغوي
زۀ ژوبڼ له تلے ووم
زۀ ژوبڼ له تلے ووم
يو پکښې هاتي هم وۀ
لوئے لوئے ئې غوږونه وو
زوړند وۀ خړتم د دۀ
دوه اوږده ئې غاښونه وو
زۀ ژوبڼ له تلے ووم
زۀ ژوبڼ له تلے ووم
څۀ ښائسته طاوس وۀ يو
ښکلے ئې وۀ تاج پۀ سر
ګوره وه لکۍ د دۀ
رنګ پۀ رنګ ئې هر وزر
زۀ ژوبڼ له تلے ووم
زۀ ژوبڼ له تلے ووم
بل خوا ته جوړه جوړه
ځانله ګرځېدې هوسۍ
زۀ چې به ئې وليدم
بيا به ترهېدې هوسۍ
زۀ ژوبڼ له تلے ووم
زۀ ژوبڼ له تلے ووم
ما چې بن مانس وليد
شومه ورته زۀ حېران
سم له رنګه تور وۀ دے
تاو ترې وو چاپېر سيخان
زۀ ژوبڼ له تلے ووم
زۀ ژوبڼ له تلے ووم
يو خوا ځناور وۀ بل
سم لکه سنډا وۀ دے
ښکر ئې پۀ تندې کښې وۀ
ما ليدۀ ګېنډا وۀ دے
زۀ ژوبڼ له تلے ووم
زۀ ژوبڼ له تلے ووم
يو پکښې اوښ پړانګ هم وۀ
لويه وه غړۍ د دۀ
رنګ ئې تاپي تاپي وۀ
لنډه وه لکۍ د دۀ
زۀ ژوبڼ له تلے ووم
زۀ ژوبڼ له تلے ووم
هلته کښې برګ خرۀ هم وو
اخوا دېخوا تلۀ راتلۀ
تور او سپين پۀ پټو وو
ښۀ وو دا څاربۀ څاربۀ
زۀ ژوبڼ له تلے ووم
زۀ ژوبڼ له تلے ووم
يګ مې پکښې هم وليد
مست ښۀ له غورځنګه وۀ
لوئے لوئے وو وېښتۀ د دۀ
دے هم تور له رنګه وۀ
زۀ ژوبڼ له تلے ووم
زۀ ژوبڼ له تلے ووم
خپلولي
تصور مې د جنت دے
فرښتې غوندې مې مور ده
د دې مور مې یوه خور ده
پۀ رشته مې هغه ترور ده
چاته زۀ چې ورندار وايم
ښځه دا زما د ورور ده
زما مور د هغې خواښې
چې زما د مور اينګور ده
دغه رنګ چې زما خور ده
د ورندار مې دا ايندرور ده
د پښتو پۀ خپلولۍ کښې
دا رشته د هر يو کور ده
څلور نائبان
پس له خوږ نبي نه وو
داسې صحابيان څلور
غوره چې له هر چا وو
دا وو نائبان څلور
کوم چې وۀ رښتونے ډېر
وۀ دے وړومبنے نائب
نوم ئې ابوبکر وۀ
لوئے وۀ کرامت د دۀ
لقب ئې صديق پرېوت
ډېر وۀ صداقت د دۀ
کوم چې جلالي وۀ ډېر
دے وۀ دويمے نائب
خپل نوم ئې عمر لرۀ
خور وۀ رياست د دۀ
لقب ئې فاروق پرېوت
ښۀ وۀ نظامت د دۀ
کوم چې وۀ ډېر زيات سخي
دے وۀ درئمے نائب
خپل نوم ئې عثمان لرۀ
دروند وۀ تجارت د دۀ
لقب ئې غني پرېوت
ډېر وۀ سخاوت د دۀ
کوم چې وۀ ښۀ ډېر تورزن
دے وۀ څلورم نائب
نوم ئې خپل علي لرۀ
زيات وۀ لياقت د دۀ
لقب ئې حېدر پرېوت
ډېر وۀ شجاعت د دۀ
دعا
يا الله زما الله
واوره دا دعا الله
دې خاکي وجود له مې
را د نور ځلا الله
ما کړه د بېګا پۀ مخ
پړق د روڼ سبا الله
هر باطل ته وساته
نېغ مې سر سدا الله
ژوند د مجاهد راکړه
مرګ د شهيد را الله
دا مې تمنا د زړۀ
دا مې التجا الله
ایک تبصرہ شائع کریں