د وهمي اورکزي شعري ټولګه دېوالونه (لیک؛ فیروز خان صادق )

شاعرې

Monday, October 30, 2023

د وهمي اورکزي شعري ټولګه دېوالونه (لیک؛ فیروز خان صادق )

 



د وهمي اورکزي شعري ټولګه دېوالونه


(لیک؛ فیروز خان صادق 18 اکتوبر 2023)


ارواښاد سلیم راز صاحب وائي.


حاجت څۀ د پوښتنې خو اوس نۀ دي پاتې شوي 

د خلقو د حالاتو ترجمان دي دېوالونه


اظهار د حال کوي هم اورېدۀ یوازې نۀ کړي

هر چرته پۀ هر حال کښې خپل زبان دي دېوالونه


الوت زمونږ د فکر، لۀ اسمان نه هم اوچت دے

هر څوکه تر اسمان نه د زندان دي دېوالونه


د دغو شعرونو پۀ رڼا کښې د زلمي شاعر او ادیب ښاغلي وهمي اورکزي ژوند او شاعري مطالعه کوو نو دا حقیقت راته روښانه کېږي چې د دۀ ژوند هم ډېر ځانګړے دے او شاعري ئې هم منفرده او معیاری ده.

د ژوند ابتدا ئې د یوې داسې حسینې او ګلورینې سیمې نه کېږی چې هغه د فکري ښکلا یوه غوره نمونه ده.

چې د هنګو ضلعې د تحصیل ټل خاؤره ده.

پۀ هم دې ځاے کښې پۀ ۳یمه جنورۍ کال ۱۹۸۰ء کښې یو ماشوم د محترم ارواښاد نور اسلم خان اورکزي پۀ کور کښې پېدا شو چې نور خان نوم ئې پرې کېښوۀ.

ابتدائي زده کړې ئې پیل کړې او هم پۀ دغه وخت کښې د پښتو ادبي چمن ټل د ادبي هلو ځلو د اثر لاندې راغلو.

د شاعرۍ سره ئې شوق پېدا شو او د پښتو ادبي چمن ټل باقاعده عهدیدار او ممبر شو پۀ ادبي غونډو او مشاعرو کښې به ئې باقاعده ګډون کولو او د ژبې او ادب د پرمختګ د پاره به ئې خپل کردار لوبولو.

شاعري ئې د مقدار پۀ لحاظ کمه ده خو د معیار پۀ لحاظ د ستائیلو وړ ده.

دا د ادبیاتو فراخه مطالعه لري پۀ هر صنف ئې لاس بر دے خو د خوښې صنف ئې غزل دے ورسره نظمونه او قطعې لیکي.

د پښتو مشاعرو کښې ئې اکثر غزل وئیلے دے او داد ئې ترلاسه کړے دے.

موصوف د اوږدې مودې نه شاعري هم کوي او پۀ ادبي غونډو او تنظیمونو پۀ سازولو او چلولو کښې هم خپل رول تر سره کوي او هم دا ئې د شهرت او مقبولیت سبب دے.

د شاعرۍ ذخیره ورسره ډېره ده خو د چاپ کولو اراده ئې نۀ وه خو اوس د ملګرو او مینه والو اسرار او غوښتنه وه چې د وهمي اورکزي شعري مجموعه چاپ شي هم پۀ دې اساس ئې پۀ اګست ۲۰۲۳ کښې د دریاب ادبي غورځنګ لۀ خوا پۀ منګل کتاب کور پېښور کښې د خپلې شاعرۍ وړومبے کتاب د "دېوالونه" پۀ نوم چاپ کړو چې رنګینه سرپاڼه لري کومه چې د نامتو انځورګر ګل یوسفزي د ګوتو شاهکار تصویر دے مضبوط کاغذ ئې د ښې درجې دے.

پۀ یو سل دوه شپیتۀ مخونو خپور د دې کتاب تړون د تنهائۍ پۀ نوم شوے دے.

لنډه سریزه پرې شاعر پۀ خپله لیکلې ده شاید چې نور لیکل ئې د کتاب د لوستو نه پس لیکونکیو ته پرېښي دي.

د کتاب پۀ شاپاڼه د شاعر د انځور سره د دېوال ترسرخط لاندې لنډ نظم هم نقش دے.

د دې کتاب د لوستو نه معلومېږي چې د غزلونو، نظمونو اوقطعو درې واړو صنفونو پۀ شکل کښې د دۀ د شاعرۍ بلکې چوڼ شاعري خوندي ده چې د جدید لب و لهجې او منفرد اسلوب پۀ بنیاد تخلیق کړے شوې شاعري ده چې د خپل عصر پۀ شاعرۍ کښې ورته د معیار او تکنیک دواړو پۀ حواله ډېر زیات ارزښت حاصل دے.

پۀ تېره تېره د دۀ غزل د تفکر او تخیُل غوره نمونه ده.

د تغزل او ترنُم خواږۀ هم لري او د ژوند تراښۀ حقیقتونه هم پۀ کښې عیان او نمایان دي.

د غزل لمنه ئې فراخه ده او د ژوند ټول رنګونه او اړخونه ئې پۀ کښې رانغښتي دي او بیا یوه بېخي حقیقي ځانګړتیا ئې دا ده چې د تقلید او تکرار څخه ئې ځان ژغورلے دے خپل خاص انداز او رنګ ئې د غزل خاصه ده چې پۀ دې غزل کښې ئې تاسو موندلے او محسوسؤلے شئ.


څهرې ځنې دې علم راڅڅېږی، فیلسوف ئې؟

فارغ ئې؟ که د ذهن کنستلو کښې مصروف ئې


پیاده هم ځې، سړک نه هاغه پورې غاړه هم ځې

دا ګاډي ولې نۀ ګورې پۀ سترګو؟ بې وقوف ئې


درزېږه، پۀ درزا کښې ډوبېږه، راډوبېږه

زړګیه! د سینې پۀ لفافه کښې به ملفوف ئې


پُرکېفه تازګي رابخښې مړاوې غوندې روح ته

هوا! سمه د هغه پیر د خُلې راوتے چوف ئې


زمونږ مرتبه وهمي! یوه خو عنصر دوه دي

زۀ څومره معتبر یم، اورې؟ تۀ څومره معروف ئې


دا ئې د غزل انفرادیت او خپل ځانګړے اسلوب دے چې بېخي پۀ یوه نوې پیرایه کښې تخلیق کړے شوے دے دغسې ئې نور هم ګڼ شمېر غزلونه دي چې هغه د خپل اسلوب او موضوع پۀ لحاظ سره نوے رنګ او اهنګ لري.

د دۀ هر غزل د خپل وخت ترجماني کوي او د خپل حال سره د ماضي او حال انځورګري هم کوي کتاب ئې پۀ دریوۀ برخو ویشلے دے چې اوله برخه ئې پۀ غزلونو مشتمله ده.

دویمه برخه ئې پۀ نظمونو اډانه ده او دریمه برخه ئې د قطعاتو صنف ته مختص کړې ده خو د غزل برخه پۀ کښې زیاته هم ده او اهمیت هم لري ځکه چې د دۀ هر غزل د استاذانو او نقادانو د نظره تېر شوے دے او بیا پۀ خپله وهمي اورکزے هم د خپل وخت یو منلے استاذ، نقاد، شاعر او ادیب دے بیا د مودو مودو تجربه او ادبي فضاء هم څۀ خېثیت لري.

پۀ فن کښې د پختګۍ ذریعې دي نن چې د پښتو غزل د معیار او مقدار دواړو پۀ اعتبار سره یو مقام ته رسیدلے دے نو پۀ دې کښې د دغسې پوهانو غزل بولو شاعرانو لوے لاس دے.

هر تخلیق کار دا هڅه کوي چې د دۀ فن دې د نورو فنکارانو او تخلیق کارانو څخه جدا او منفرد وي نوي خیالات او رجحانات دې پۀ کښې معنکس شي او د هر چانه دې زۀ جدا او یکتا شم خو داسې کششونو کښې ډېر کم فنکاران کامیابي موندلے شي چې د جملې څخه ئې یو وهمي اورکزے هم دے.

دۀ پۀ دې لاره کښې کامیابي موندلې ده او د غزل صنف ئې د محدودې دائرې نه د وسعتونو تر مقام  رسولے دے او د ژوند د ټولو کوټلو حقیقتونو ترجماني ئې پۀ کښې پۀ ډېره موثره پیرایه کښې کړې ده لکه د یو بل غزل دا څو منتخب شعرونه ئې تاسو هم د نظره تېر کړئ.


رڼا سپینه وي، رڼا حالونه وائي

اورې؟ دا زما او ستا حالونه وائي


سمندر به هم لار درکړي، که ځې چرته

قواره دې د بریا حالونه وائي


یو مظلوم د ذات د حد نه راوتلے

ډېر بې رویا، بې ریا حالونه وائي


او د اصل شاته پټ رازونه سپړي

ښکلا چُپ نۀ وي، ښکلا حالونه وائي


تانه څۀ پرده وهمي! تاته ئې وایم

ګنې څوک چاته د چا حالونه وائي


د غزلونو دا برخه ئې ډېره پۀ زړۀ پورې ده خو ورسره ئې د نظمونو پۀ حواله هم ډېر معیاري او تخلیقي قدم پورته کړے دے او داسې یادګار، شاهکار نظمونه ئې لیکلي دي چې هغه د پښتو ادب د شاعرۍ پۀ تېره تېره بیا د معیاري نظم ګوئۍ د پاره ډېر تاریخي او ارزښتناک حقیقت لري.

د مثال د پاره د یو نظم "ادم" نمونه ئې ستاسو حضور ته وړاندې کؤم پۀ دې هیله چې خوښ مو شي او پۀ مینه ئې بدرګه کړئ


څوک وۀ؟ چې روح ئې پوک وهؤۀ

پۀ کښې د مینې پۀ نوم

خاؤره، اوبه، اور او هوا

مطلب دا واړه متضاد عناصر

د یو شاهکار غوندې 

یو نوي تخلیق 

یعنې یو موټي وجود

چې اندرون کښې غړمبېدل

جذب کېدل، غزېدل

لۀ ډېرې ویرې پۀ کښې ساه د ادم

غلے غوندې ځان اونیوۀ

لیکن جوهر د ژوند ئې

سترګو کښې چې اوغوړیدو، اوګرځېدو

ادم د ځان پۀ ننداره کښې

سمدستي ورک شو.


داسې نور ګڼ شمېر نظمونه پۀ دې کتاب کښې شته چې هغه د نمونې او حوالې پۀ توګه وړاندې کیدے شي خو دلته به دا ممکن نۀ وي البته د دې د پاره باید لوستونکي د وهمي اورکزي د دې نوي چاپ شوي وړومبي کتاب "دېوالونه" ژوره مطالعه اوکړي چې ورسره د دۀ د فن پۀ معیار او موضوع هم خبر شي او د شاعرۍ مختلف صنفونه به هم د نظره تېر کړي.

د غزل او نظم سره به د معیاري قطعو نمونې هم پۀ لاس ورشي چې یوه قطعه ئې داسې ده.


رڼا راؤړم، تنویر راؤړم، زۀ راغلم، تۀ راځه

یو فکر همه ګیر راؤړم، زۀ راغلم، تۀ راځه


اخر به لاره پرانیزم وهمي! د تغیُر

تقدیر لره، تدبیر راؤړم، زۀ راغلم، تۀ راځه


نوره پۀ دې کتاب کښې د لوستونکو د دلچسپۍ د پاره ډېره معیاري شاعري خوندي کړے شوې ده چې د لوستو متقاضي ده.*


* حواله؛ فیروز خان صادق، کواټ، د وهمي اورکزي شعري تولګه دېوالونه، وحدت ورځپانه، پېښور، چار شنبه 18 اکتوبر 2023

Post a Comment

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

Name

Email *

Message *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف