وهمي د وجودي کرب ځپلے شاعر
(لیک؛ پروفېسر اسیر منګل)
پۀ پښتو ادب کښې مونږ د وهمي نه مخکښې یو بل د اولسي ادبي جرګې یو نامتو شاعر، ادیب او افسانه نګار لطیف وهمي هم لرو چې پۀ خټه اورکزے وۀ ـ استوګنه ئې پۀ چارسده او پېښور کښې وه، دا زمونږ وهمي نور احمد خان چې اوس پۀ خپل کور کښې پۀ نور خان بللے شي ـ دېوالونه ئې وړومبۍ شعري ټولګه ده چې د ډېر انتظار نه پس اوس زمونږ او ستاسو پۀ لاسونو کښې ده ـ زۀ او وهمي د یوې خاؤرې ټل سره تعلق لرو مونږ دواړه که پۀ ذات منګل او اورکزي یُو ولې معاشرتاً بنګښ یُو د پښتو ادبي چمن ټل چې کله پۀ پښتونخوا کښې یو درز خور وۀ او مونږ دوه سترې نړیوالې غونډې کولې نو وهمي د دې تنظیم یو سر پرې کړے غړے وۀ ـ پۀ دې ادبي زغل کښې مونږ سره نور هم ډېر زلمي لیکونکي وو چې یا خو اوس د منظر نه غېب شوي دي او یا ستړي شوي دي ـ وهمي داسې زلمے شاعر وۀ پرون هم یو نۀ ستړے کیدونکے کردار وۀ او نن هم دے نتیجه ئې دا راووته چې د پښتو ادب جدیدي شاعرۍ ته ئې یوه ناویاته ډالۍ "دېوالونه" ورکړه مونږ چې وهمي اورکزے پۀ خپلې وړومبۍ شعري ټولګه کښې لولو نو سترګې مو پۀ یو داسې شاعر خوږې شي چې هغه د مقابلې پۀ دې دور کښې د شاعرۍ یوه نوې ذائقه لري مونږ دا وئیلے شو چې هغه یو خپل ځانګړے اسلوب لري چې دا د ډېرو کمو شاعرانو نصیب کېږي دا هم لکه د شعر وئیلو یوه فطري ډالۍ وي چې قدرت ئې پۀ هر چا نۀ پېرزو کوي که تاسو چرته دا شاعر اوریدلے او یا مو لوستلے وي نو ما سره به پۀ دې خبره کښې اتفاق ضرور کوئ چې د دۀ پۀ شعر کښې د "اورې؟" تکرار ډېر زیات راغلے دے دا تکرار حسن تکرار دے چې پۀ خپله لمنه کښې یوه سوالیه دنیا لري دا چې د شعر خوند څومره یو پۀ دوه کوي دومره لوستونکے حېرانوي هم او ځینې نویو نویو سوالونو سره ئې مخ کوي حقیقت دا دے چې دغه سوالیه نخښه نۀ یوازې د شعر خوند سره سره د شاعر د اذیتونو یو پوره شالید هم وړاندې کوي دا د شاعر یو شعوري زیار دے چې د هغۀ پۀ اسلوب جوړولو کښې یو مهم کردار ترسره کوي او دۀ ته د موجوده وخت د همزولو پۀ غزل کښې یو انفرادیت وربخښي،
هسې ما سوچ کولو که چرې دۀ ما سره د خپلې شعري تولګه د نوم پۀ حقله مشوره کړې وے نو ما به ورته "اورې؟" نوم تجویز کولو خو د دې دا مطلب کله هم نۀ دے چې "دېوالونه" ښۀ نوم نۀ دے دغه نامه هم ډېره معني خیزه ده او د وهمي د شاعرۍ سره زبردست سمون خوري "دېوالونه" چې مونږ لولو نو د مایوسۍ او د تنهائۍ یو دردناک تصویر سره مخ کېږو د شاعر پۀ خیال کښې دا ژوند ډېر بې اعتباره بې وفا دے هیڅ حقیقت نۀ لري لکه څنګه د وجودیانو خیال دے چې ژوند بې معنې دے معنا ئې نشته دا هر څۀ مونږ ته د وهمي شاعري پۀ وازه کومې د فن پۀ جامه کښې ښکاره کوي شاید ځکه هغه د تنهائۍ ژوند ته ارزښت ورکړے دے او ورکوي ئې هم،
دلته معروضي حالات سم نۀ دي کړکیچن دي شاعر د دې نه پۀ داخل کښې پناه غواړي او حال دا چې د داخل نه دردیدلے هم دے او زیات وخت د خپل ځان سره پۀ جنګ تېروي،
وهمي چې مونږ سره کومې حسي تجربې شریکوي د هغۀ د درد او کرب لامل څۀ دے؟ دا یو سوال دے چې ځواب ئې "دېوالونه" لري، شاعر چې څومره حساس وي د خپل حساسیت لۀ کبله د یو وجودي کرب نه راتېرېږي.
ځان له څوک پۀ ځان که وۀ؟ وهمي به وي
تا باندې تاوان که وۀ؟ وهمي به وي
کله یم ژوندے، ژوند خو وژلے یم
لاړم لمونځ د خپلې جنازې کؤم
ژوند څۀ وۀ؟ یو هجوم کښې وو د ځان پېدا کؤل
د ځان پېدا کؤلو مدعا کښې به شوم ورک
وهمي! ژوند چې عذاب وۀ نا غلط شوم جهنم وۀ
بیا چاته منتظر وې؟ تۀ به تلې خو تۀ به تلې
ژوند پردے مخ اچولے باؤ بلا دے وهمي، اورې؟
راپسې ئې لالهانده غوندې سیورے ویروي مې
لکه خسڼے ئې وهمي! پۀ علت نۀ یم خبر
اے ژوند مې څۀ؟ خو یو ګرداب دے چې تاوېږي، اورې؟
پۀ څهرې مې کېفیت د پرېشانۍ وۀ
مګر چل د ژړا ولې نۀ راتلو
ځان نه مې دانه وانه رانغښتے ښۀ یم، اورې؟
ځان نه مې پرده نن د انار غوندې راتاؤ کړه
دې یو څو شعرونو کښې مونږ اولوستل چې شاعر د دې دنیا فاني ژوند ته پۀ کوم نظر ګوري ځاے پۀ ځاے خپل ځان ته مخاطبه کوي ـ وهمي اورې؟ او که نه، چې ما پسې دې ژوند کوم څۀ راپسې کړي دي هغه ډېر هیبت ناک دي او خطرناک دي ویروي مې ـ د ژوند پۀ حقله بلها دانشورانو وېناګانې کړې دي څوک ئې سزا ګڼي او څوک ئې د ښکلا تصور کوي خو حقیقت دا دے د ژوند لوړې ژورې ډېرې ګرانې دي چې د وهمي غوندې ئې مونږ ټول ویرولي یُو ـ د " بؤ بلا " اصطلاح پۀ یو شعر کښې " باؤ بلا" راغلې ده که چرې دا اصطلاح هم پۀ دغه شکل پۀ نورو پښتنو سیمو کښې رواج لري بیا خو ټهیک ده که نه دا صرف د یوې سیمې "ټل" خوا و شاؤ سره تعلق لري نو بیا باید چې د "باؤ بلا" پۀ ځاے دې "بؤ بلا" اولیکلے شي ـ دا ژوند واقعي یوه بؤ بلا ده پۀ مخ ئې داسې پرده ده اچولې ده چې څوک ئې بېخي پۀ تور نور نۀ پوهېږي حقیقت دا دے چې دا یو داسې معلول دے چې علت ئې نۀ معلومېږي ګنې نو چې چرته معلول پۀ نظر راځي علت ئې خامخا شتون لري خو دلته انسان چې کومې حېرانتیا سره مخ کېږي هغه معلول خو ویني علت ئې نۀ ویني ـ البته دومره قدرې ده چې د ژوند مثال د یو ګرداب دے خلق پۀ کښې ډوب دي د وتو ئې درک نۀ لګي ـ انسان بې وسه او بې وزله دے الله تعالیٰ پۀ قران مجید کښې فرمائیلي دي چې ما انسان ډېر کمزورے پېدا کړے دے هر کله چې انسان د بې وسۍ او د پرېشانۍ انتها ته اورسي نو پۀ ژړا شي او ژړا سره د سړي د دروند غم پیټے لږ سپک شي ولې دلته حالات څۀ نور دي چې ورسره د بې وسۍ او پرېشانۍ د ژړا چل هم د خلقو نه هېر شوے دے دا د یو شدید درد و غم څرګندونه کوي شاعر سره یو داسې غم ملګرے دے چې هغه لاعلاجه دے هغه پۀ ژړا هم نۀ کمېږي او دۀ نه ئې د ژړا چل هېر کړے دے او یا ئې دومره ډېر ژړلي دي چې سترګو کښې ئې اوښکې ختمې شوې دي شاعر دې بې وفا ژوند تر دې حده پورې رارسولے دے چې ځان لکه د انار د دانو پۀ ځان کښې رانغښتلو ته ترجیح ورکوي ـ
او بیا چې چاته مخاطبه کوي تپوس کوي چې تۀ زما خبره اورې؟ که نه لکه څنګه چې د انار دانې پۀ پرده کښې پټې وي دغسې ما هم پۀ پرده کښې پټ اوساتئ ځکه چې ژوند ډېر ظالم دے حالات داسې ځاے ته رسیدلي دي چې هر سړے د معروض نه زیات پۀ داخل کښې ځان محفوظ ګڼي او دلته د بهرني مصیبتونو نه پټېدل غواړي ـ دا یو څو مثالونه زمونږ د موجوده د نیمګړي ژوند او د ترینګلو حالاتو ترجماني پۀ زړۀ پورې اندازه کوي ـ او شاعر د وجودي کرب او اذیت نه پرده پورته کوي
مرګ یو تریخ حقیقت دے چې وجودیان ئې یوه داخلي ستونزه ګڼي دا یو حقیقت هم دے هر دانشور خپل خپل نظر وړاندې کړے دے جون ایلیا وائي
کتنی دلکش ہو تم کتنا دلجو ہوں میں
کیا ستم ہے کہ ہم لوگ مرجائیں گے
وهمي هم لکه د یو حساس وګړي د ژوند د مرګ اصل وجه ګڼي او وائي
ژوند مې غلے پۀ مرۍ شو
مرمه، مرمه، اورې؟ مرمه
او یا دا چې
ښاپیریه! معمولي شان وصیت دے
که زۀ مړ شوم کوه قاف ته به مې یوسې؟
د وهمي دا شعر د هغۀ د تنهائۍ او د مایوسۍ یو تصویر مخې ته ږدي او هغه کسان د دې شعر پۀ درد ډېر ښۀ پوهېږي چې څوک شاعر د نزدې نه پېژني ـ ښاپیرے چې زمونږ د روماني شاعرۍ یو زړۀ پورې د ښائست علامت دے او بیا دې سره چې کوه قاف هم اوتړلے شي نو د لوستونکیو پۀ ذهن کښې یو روایتي اساطیري منظر راوړاندې شي ـ شاعر هم د ښاپیري پۀ شان یو ښکلے محبوب لري خو پۀ اعصابو ئې د مرګ ویره هم سوره ده او ورسره د وصیت روایت هم ژوندے کؤل غواړي چې د مرګ نه پس هم د ښکلیو پۀ سیمه د قاف د غرۀ پۀ لمن کښې ځان خاؤرو ته اوسپاري ـ د غزل د یو څو مثالونو نه پس اوس یو څو نمونې د نظمونو وړاندې کؤم چې زیات تره ازاد او څۀ پۀ کښې معریٰ دي ـ د وجودي کرب پۀ حقله دا ډېر لنډ دي خو ډېر معني خیز نظمونه دي لکه
تړون
او د خپل ځان پۀ نوم
لکه یو لاش وي لاوارثه چرته
یو نامعلومه قبرستان کښې یعنې
بې لۀ کفنه، بې دفنه
بې مدفنه پروت وي
زړۀ مې پرې اوسوزیدو
زړۀ مې پرې اودردیدو
دا ورکوټے نظم خپله لمن کښې ډېره ژورتیا لري ـ نن سبا چې مونږ د کومو حالاتو نه تېرېږو د هغې لۀ کبله د هر سړي نه یو لاوارثه لاش جوړ دے د چا د ښخولو ځاے هم نۀ دے معلوم، هر یو مړے بې کفنه بې دفنه او بې مدفنه پروت دے او دا داسې حالات دي چې د حساسو خلقو زړونه سوزوي هم او دردوي هم ـ دا یو بل دردناک نظم "شجره" ئې هم لولو چې پۀ کښې پۀ ډېر سوي لوغړن انداز خپل پلار ته مخاطب دے ـ
شجره
زۀ ښۀ خبر یم، ولې نۀ یم خبر؟
چې شجره دې قتلؤم، نوم او نشان دې وژنم
روح دې بې ځایه ځورؤم، د زړۀ ارمان دې وژنم
زۀ ښۀ خبر یم، ولې نۀ یم خبر؟
که چرته مړ شوم د ژړلو به مې څوک هم نۀ وي
د جنازې د کټ د وړلو به مې څوک هم نۀ وي
زۀ ښۀ خبر یم، ولې نۀ یم خبر؟
یوه خورجانه به مې څو روپۍ خېرات کښې ورکړي
یو څو غزلې او نظمونه به مې سخات کښې ورکړي
زۀ ښۀ خبر یم، ولې نۀ یم خبر؟
ما ائینه کښې د تقدیر خپله جوثه لیدلې
او د جوثې شاته مې غرقه تلوسه لیدلې
زۀ ښۀ خبر یم، ولې نۀ یم خبر؟
خو زۀ یوازې لالهاند او ژوند نه مات ښۀ یمه
پلاره! بچے دې یمه، اوبخښه میرات ښۀ یمه
پۀ دې نظم کښې " ښۀ خبر یم، ولې نۀ یم خبر" تکرار د نظم ښکلا سوا کړې ده که چرې مونږ پۀ ژور نظر دا نظم اولولو نو پۀ دې نتیجه رسو چې شاعر د تنهائۍ زهرو دلاده باده ویستے دے تر اوسه مجرد ژوند تېروي د ژوند د مایوسۍ د یو شدید درد سره مخ دے پښتني ټولنه د ځوانانو پۀ مټو باور لري ولې دلته خبره اپوټه ده د داسې ټولنې پلار سره دا غم ضروري وي چې زما بچے ولې د اولاد غم نۀ کوي چې زۀ پۀ خپل زوزاد فخر اوکړم خو هغه د ژوند اذیتونو دومره خراب کړے دے چې د یو نه دوه او دووۀ نه پۀ درې کیدو یقین نۀ لري بلکې میرات ژوند ته ترجیح ورکوي او پۀ دې د خپل پلار نه بخښنه غواړي ـ "چهت" ئې یو بل ورکوټے نظم دے چې مونږ پۀ کښې د شاعر هغه څۀ وینو چې هغه د بهر دنیا نه پۀ خپل داخل کښې څومره اطمینان او تسلي محسوسوي ـ
چهت
اوس تقسیم شوې، زما هغه مینه
او د خپل کور د کوټې
چاردېواریو کښې رانیولي غوندې
چهت سره هم مینه کؤم
هغه پۀ خپل ځان کښې پناه راکوي
ما د بې حسو نه پرده کښې ساتي
که زۀ پۀ چا پسې ژړا کؤم، که چغې کؤم
زما همه رازونه زړۀ کښې ساتي
پۀ خُلۀ ئې لاس اېښے وي
زما پۀ بابله چاته حال نۀ وائي
پرته لۀ دې وهمي چې پۀ شاعرۍ کښې کومه انځورګري کوي هغه د ستائیلو وړ ده، د محاکات نګارۍ دا مثالونه تاسو د دۀ پۀ غزل او نظم دواړو صنفونو کښې کتلے شئ پۀ لنډو ټکیو کښې به دا اووایو چې کوم څۀ یو خاکه نګار پۀ خپله خاکه کښې وړاندې کوي هم دغسې یو شاعر د یوې واقعې تصویر راښکلو هڅه پۀ خپلې شاعرۍ کښې کوي یعنې یو تصویر یا یو منظر ته ژبه ورکؤل چې یو شاعر او ادیب ئې د ټکیو پۀ ذریعه جوړوي دې ته تمثیل افریني هم وئیلے شي دا څۀ اسان کار نۀ دے د دې مثالونه د دنیا د هرې ژبې ادب کښې پۀ نظر راځي زمونږ د پښتو ژبې کلاسیک نه واخله تر جدیدې شاعرۍ پورې د دې زړۀ پورې مثالونه شتون لري د وهمي هر غزل او نظم تقریباً دغه صفت لري دلته ئې یو څو نمونې تاسو سره هم شریکؤل غواړم ـ
وهمي! توبه، توبه درپورې شنه ده، لۀ خندا
یو چا درته پۀ لاس کښې جام د بنګ نیولے دے
ستا بوږنونکي دلیلونه مې پام نۀ ګرځوي
اورې؟ سوالونو، ځوابونو نه را واؤړه راځه
ځواک چې د رڼا به د خلا پۀ مېدان خور شو
زر زر به تیارې خپله لمن راغونډوله
نن خو زمونږ پۀ حال اسمان هم اچولے دے چک
د بوډۍ ټال اووۀ رنګونو نه جامې ئې کړې
لۀ ادمه تر دې دمه جنګ او جدل
مستعار دے، د غنم یوې دانې نه
چې درومې اوښکې به مې سترګو کښې غړېږي، اورې؟
ګورو وریځو کښې به څاڅکي زرغونېږي، اورې؟
د محمود او د ایاز قیصه منسوخ شوه
زما سوال او ستا ځواب نه را پۀ دېخوا
پۀ تا پسې ئې ټل نه کور تر پېښور راؤړو
ګنې وهمي خانه بدوش نۀ وۀ، کډوال نۀ وۀ
جام د بنګ نیول که جام د بنګو نیول هر څو دا یو څو ټکي که د روایتي روزمرې نه سر غړونه کوي ولې منظر کشي ئې د کمال ده ـ یو چا پورې لۀ خندا شنه کیدل پۀ خپله د یو وهمي شاعر تصویر جوړوي او بیا ورته پۀ سرو لاسونو د بنګو نه ډک جام نیول، نۀ یوازې یو روماني عاشفانه تصویر وړاندې کوي بلکې د تېراه د عاشقانه چاپېر چل یوه زړۀ پورې ترجماني هم کوي ـ د رڼا ځواک، د خلا مېدان، د تیارې لمن راغونډیدل، د اسمان چک اچول، د بوډۍ ټال اووۀ رنګونو نه جامې کؤل، لۀ ادمه نه تر دې دمه جنګ او جدل، د غنم د دانې نه مستعار کیدل، د ګورور وریځو څاڅکي د اوښکو سره تشبیه کؤل، د محمود او د ایاز پۀ ځاے خپله قیصه شروع کؤل، د رخصت پۀ وخت کښې د "اورې؟" تکرار او پۀ محبوب پسې د ټل نه کډوال کیدل، که یو اړخ ته ځینې نوي اصطلاحات دي ولې بل اړخ ته د امیجري IMAGERY زبردست مثالونه هم دي ـ
نن سبا د ټولنیزو رسنیو دور دے ښاغلے وهمي هم د دې یو سر ګرم غړے دے پۀ دې دنیا کښې چې د پښتو ادب پۀ حقله څۀ کېږي او ځینې کسان څۀ بوس بادوي هغوي نه شاعر پۀ ښه توګه خبر دے باید چې د داسې خلقو لاره اونیولے شي چې د ګټې پۀ ځاے پښتو ژبې او ادب ته نقصان او نۀ رسوي ـ
یۀ د انا خول کښې نښتیه، اورې؟
هیڅ مشهور نۀ ئې، ګمنام ئې بلکې
دې یو څو مثالونو نه پس زۀ ډېر زیات څۀ نۀ وایم البته خوشحاله ډېر یم چې د ښاغلي وهمي اورکزي فن او فکر پۀ "دېوالونه" کښې خوندي شو او ځان ئې پۀ ادبي دنیا کښې شته کړو ـ
د ټل د خاؤرې نه پورته د درد دغه څړیکه چې وږمه شوه نو پۀ ډېر لږ وخت کښې ئې د فن او فکر پۀ خوشبو ټوله پښتونخوا معطره کړه شاعر چې پۀ کومه فنکارانه توګه مونږ سره خپلې حسي تجربې شریکې کړي دي هغه د زښتې ډېرې ستائنې وړ دي ـ
وخت به کوي دغه فېصله، اورې؟
خپل اولس ته ګران که وۀ؟ وهمي به وي *
* حواله؛ دېوالونه، وهمي اورکزے، خپرونکے، دریاب ادبي غورځنګ، پریس، منګل کتاب کور پېښور، اګست ۲۰۲۳ء
Post a Comment