دُعا
ــــــــــــــــــــــــــ
ما شمار کړه انسانانو کښې او توان ئې د خدمت را
مومِن چې شم رخصت له دنيا داسې اطاعت را
بس دا مې دے خواهش چې پۀ دنيا ثابت قدم شم
بس دا مې دے خواهش چې ما له داسې يو طاقت را
دې وخت او دې حالا تو کښې دا ګرانه ده خو بيا هم
صادق زړۀ او رښتوني ژبه تۀ پۀ خپل قدرت را
کامِل ايمان، صحيح مسلماني پۀ ما پېرزو کړه
يۀ خدايه نور څۀ نۀ غواړم بس دا قد و قامت را
د عرش مالکه زۀ فِطرت پۀ فرش درته ولاړ يم
د ژوند پۀ هره لار راته وسعت را، بلاغت را
Post a Comment