غزل
د مِصر ښار دے محبت له دېوالونو څاڅي
ګبين ګبين حُسن د ښکلو له مخونو څاڅي
بيا د لامبۀ خوشبو رادرومي د شها له محل
بيا به نرے پشم د زُلفو له سرونو څاڅي
له زنخدانه ئې خوله پرېوځي څاڅکي څاڅکي
لکه اوبۀ د بارانۀ چې له ګُلونو څاڅي
مُفلس به څومره مستي وکړي چرته سوچ مو کړے ؟
عياشي تل له دې اوچتو محلونو څاڅي
چې ئې پۀ ديد ګنهنګارېږو نو معلومه شوه چې
ګناه چې څاڅي له نازکو بدنونو څاڅي
د شپې دوه نيمې بجې، بَشپړه درد، چُپه چُپيا
اوښکي پۀ اور د سوزېدلو څراغونو څاڅي
فِطرته پرله پسې څاڅي چشمان وار نۀ کوي
لکه کوټه چې د جړۍ پۀ بارانونو څاڅي
Post a Comment