غزل
د زړه د درده لېونی شوې که نه
زما صابره ته سړی شوې که نه
تا د الفت معجزه نه منله
زه چې لمبه شوم ته لوګی شوې که نه
د محبت ګرمي دې ولیدله
په یخو واورو کې خوَلې شوې که نه
ما چې د زړه د رڼا رنګ ورکړو
د انتظار لارې رڼې شوې که نه
ما درته وېل چې سترګې مه توروه
د خلقو سترګې درپسې شوې که نه
نوے الزام راباندې ولګوه
زړې خبرې خو زړې شوې کنه
د بڼو سوري ته مې کښېنولې
صابره سترګې دې مړې شوې که نه
Post a Comment