د سوي بلب د رڼا قيصه تيارې کوله
هر څيز خفه وو او ژړا پسې کمرې کوله
يوا نا اشنا مقدمه وه هيڅ پرې پوهه نه شوم
سوان مې ليدو چې ګواهي ئې پۀ ارې کوله
د يو بې جانه څيز تکليف مې عجيبه محسوس کړو
ما اورېدله چې ژړا يوې پنکهې کوله
اوس د هوا نه غاړه تاؤ کړم چې محسوسه ئې کړم
ماته نسيم قيصه دا ستا د لو پټې کوله
زما پۀ سترګو کښې د اوښکو چينو خوټ وهلو
سورج قيصه راته د خپلې ګل بشرې کوله
زما د خو او بدو تول کښې پريښتې ورانې شوې
قيصه زما ئې د جمات او مېکدې کوله
څۀ پۀ خوند رنګ به مې محسوسه کړۂ تشريح د غزل
زما پۀ خئ اوګه ناستې پريښتې کوله
د دنيا ټولې ائينې خاموشه اودرېدلې
ستا په ښائست تبصره ماتې ائينې کوله
ډېرو مهيانو خودکشي وه سمندر کښې کړي
ستا پۀ اوبو کښې د کتو قيصه چپې کوله
سدابهار هسې بدنام دے په نشه د شراب
خبره وه خو ما د حسن د نشې کوله
Post a Comment