شفقت
بې وسۍ کښې دَ سړي شي، آبرو خاورې عزت خاورې
خپل مقام شي ورنه پاتې، حرمت خاوْرې عظمت خاوْرې
غروُنه غروُنه آرزو ګانې، پرې دَ مور خاوْرې ايرې شي
غربت مينه کړه مايوسه، الفت خاوْرې شفقت خاوْرې
ماشوم زړۀ مې خاوْرې کيږي، اُوبه کېږي ويلي کېږي
ماشومان بچي چې وينم، پۀ سبب دَ ذلّت خاوْرې
چې دُنيا شي ترې محرومه، تش يو څو خېټو ته غونډ شي
خدائے دې واړوي پۀ داسې، ثروت خاوْرې دولت خاوْرې
راشه اُوګوره انسانه!، ستا دَ لاسه چې وَرېږي
پۀ انسان دَ ظلم کاڼى، دَ نفرت حقارت خاوْرې
روغاؔنے له خدايه سوال کړي، چې حسّاس مَشران راکړي
چې دَ پوهې پۀ جارُو ئې، شي جارُو دَ ظُلمت خاورې
٭٭٭
Post a Comment