غزل
څۀ عجيبه ده، چې ستا خوا کښې بې ثمر شي سړے
لۀ خپل نظر پرېوځي، څۀ به معتبر شي سړے
لاړ شي پۀ کومه لاره؟ هره لار کښې تۀ ولاړ ئې
ستا د وجود لۀ سيوري څۀ رنګ رابهر شي سړے
ورسره ځي د خپل کالۀ د دېوالونو خوشبو
چې تر تا اورسيږي ،هله در پۀ در شي سړے
دومره ښائست چې د دې ښار پۀ جام کښې نۀ ځائيږي
لۀ خپله خاکه پۀ کوم کوم پسې بهر شي سړے
دومره اوږده ده ، دا د ځان دپېژندنې لاره
دومره اوږده ده ، چې بس ستړے پۀ سفر شي سړے
ژوند کښې د هجر نه يو ځل راتېرېدۀ پکار دي
نور څۀ کۀ نۀ شي ، د ځپل ځان نه خو خبر شي سړے
دا خلق ولې د رنځورو سترګو حال پټوي
تسنيمه ! درست دې عطردان ،ټول دې اګر شي سړے
Post a Comment