غزل
پروت ! لکه ! په سر !مې آسمان داسې وو
ما باندې يې خداي شته احسان داسې وو
نور ې د ښاېست درته هيڅ نه وايم
خاص ! لکه د ګل ې دوران داسې و
ګل وو په هر حال کښې په خندا به وو
واړه ! عمر دغه انسان داسې و
غم ته ې ورپرې نښوم تمام عمر
ما باندې په خداي مهربان داسې وو
ويره ې بغير د خداي له چا نه وۀ
خداي ورله ورکړې ايمان داسې وو
زه ورته تړلې په خپل سر نه ووم
ما باندې له ځان څخه ګران داسې و
حسن که د لارې مسافر و خو
عمر ! هم ! بيړۀ ! روان داسې و
سر ې د ديدن په بدله غوښتو
نرخ د دې نعمت ې ارزان داسې و
زه جوړ د يارۍ په تول پوره نه ووم
نه ! وايمه ! دا ! چې ياران داسې وو
ښکلي ې په سر ټول رسولي و
حسن کښې تر ټولو ودان داسې وو
يار عمر دراز مروته ګرم نه و
ما پرې خطا شوې ګمان داسې وو
___
اروښاد عمردراز مروت صیب
Post a Comment