غزل
ښکلی زمــــــــا دَ زړهـ پهـ ســـــــر پراتهـ دی
دَ خاورو لانـــــــــدې هُم سرهـ زر پراتهـ دی
هغه لهـ مــــــــلکه چې بهــــــــــــر پراتهـ دی
ډېر دَ اورونو پهـ سقــــــــــــــــــــر پراتهـ دی
ما کړی زخمــی چې کله هُـــــــــــــم راګوری
تېرهـ باڼــــــــهـ ئې پهـ نظــــــــــــر پراتهـ دی
تر ننه مینځ کښې څوک راځـائې ئې نهـ شو
کهـ پښتانــــــــهـ څو لر اؤ بـــــــــر پراتهـ دی
پهـ وړو ولېو مې دی ستــــــــــــــــــا غمونه
یؤ لوئی انبـــــــــار لکه دَ غـــــــــر پراتهـ دی
ځــــــــــــــــکه پرَته مې دَ مَـــــــړو سره ده
ډېر پښتانــــــــــهـ زما نهــــــــــــر پراتهـ دی
خوښ یم بې دره پهـ پــــــــردی دیار کښې
روڼه زمــــــــــــــــا چې در پهـ در پراتهـ دی
دا نهـ عـــــــــــــــــــروج اؤ نهـ زوال ظاهره
کهـ څوک مغرب اؤ څوک پهـ نمـر پراتهـ دی
زهـ ارمانـــــــــــــــونه پهـ هنـــــــــــر ساتمه
ښهـ دی ظاهره څهـ مضمـــــــــــر پراتهـ دی
ظاهر شینواری
ایک تبصرہ شائع کریں