نه د چا زنګ شته نه پېغام شته ،رابطې لاړې

شاعرې

بدھ، 16 اکتوبر، 2024

نه د چا زنګ شته نه پېغام شته ،رابطې لاړې

 




نه د چا زنګ شته نه پېغام شته ،رابطې لاړې

ممتازه دوه روپۍ څه لاړې يارانې لاړې


چا سره لاړل څو شعرونه،څو ټپې څو سلګۍ

چا سره ياره مصلې لاړې تسبې لاړې


له تانه څه پرده چې لاړم تر هغې لاړمه

زړګيه!!! ته خو هم چې تللې تر هغې لاړې


بې له يو چا هم ورځې شپې لاړې بې شکه لاړې

خو که رېښتيا وايم نو زښتې بې مزې لاړې


نه له ما هيلې لاړې خدايه!!! عجب حال دی زما

نه مې له دواړو اوږو پاکې پرښتې لاړې


ماته زما د ښېرو لوری هرګز نه دی معلوم

ستا دعاګانې په کوم لوري وخ ادې لاړې


ممتازه ته د سمندر په غاړه ناست وې تنها

چا پسې داسې بې قرار څپې څيې لاړې؟

ایک تبصرہ شائع کریں

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

نام

ای میل *

پیغام *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف