روغاني بابا!!
پر سپین جبین خالونه ږدې ګوتې دې نه رپيږې!
زما پر زړه داغونه ږدې ګوتې دې نه رپيږې؟
زه چې يې وينم زلزله راباندې راشي ساقي!
ته ورته ډک جامونه ږدې ګوتې دې نه رپيږې؟
کاش سوداګره چې د شنو او سرو جوړو په خوا کښې!
د کفن سپين تانونه ږدې ګوتې دې نه رپيږې؟
وخته انجام خو يې په سر د خاورو څلی غواړي!
ته يې په سر تاجونه ږدې ګوتې دې نه رپيږې؟
زرګره تا کښې جوړه مينه په ټوپو نده؟
د چا په هار لالونه ږدې ګوتې دې نه رپيږې؟
ایک تبصرہ شائع کریں