غزل
راوړی چې سپرلی مې دی غزل کښې د خپل خيال
تصوير به پری رنګين کړم د پښتو په هر کمال
عروج ته د کمال چې پری رسيږمه د فن
تخليق څه بې هنر شی بې جماله په زوال
تاریخ به بيا صفت کړی په هر پانړه د کتاب
جنون ته چې د عشق په کمال رسم نه په سوال
تخليق ته چې پری رسم هر هنر ته د جمال
زه خيال کښې ځکه ځانګم په دا زلفو ستا د ټال
چې ما ئې کړو تخليق د رنګینو نه د خائيست
بدرنګ به شی څه ناوی د پښتو مې څه مجال
زه لار به پکښې کړم په هر هنر د خپل تخليق
کمال ته به څه خنډ شی ازغی لاره کښې دېوال
خورې چې پری د علم رڼاګانې شې هر خوا ته
تيارې به څنګه بيا وی چې شعور شې د مشال
ليک ډاکټر محمد طاهر طاهر يوسفزی
ایک تبصرہ شائع کریں