اکبر اکبر زاده

شاعرې

اتوار، 1 ستمبر، 2024

اکبر اکبر زاده

 


چا پۀ محلول کې       حل کولمه خو حل نه شومه

چا پۀ خپل رنګ کې    بدلولم خو    بدل نه  شومه


چا د      مسلک چاد مذهب پۀ نوم       نعرې وهلې

خلق راټول وو خو يو زه ورسره        ټل نه شومه


ما    به د خپلې   نظزر يې  پرچار کاوو   روان ووم

کاروان مزل  کا وو    خو زه ورسره   مل  نه  شومه


پۀخلاص وجود کې مې د   وينو قطرې پاتې نه و ې

لکه       چراغ يې      بلولمه      خو بل نه     شومه


ډېرو    ملګرو د  خپل زړۀ پۀ سردرو   کې ځاې کړم

د ډېرو خلقو سره خپل شوم دچا     خپل  نه شومه


ما يې د سترګو نه  د    سترګو    اشارې  پټې  کړې

ملګرو  اوايۍ چې    غل شوم      که غل نه شومه


پۀ دې    نيمګړی    زندګۍ    می زان معمور او ساتۀ

هر وخت پۀ شلو پسې ځښاختمه خو شل نه  شومه 


اکبره       ټوله       زندګي           پۀ هو ها کې لاړه

هۍ دې بوډا         شومه خو پوهه پۀ چل نه شومه

ایک تبصرہ شائع کریں

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

نام

ای میل *

پیغام *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف