وخت به راځي چې غاښ د زهرو به ښامار نه لرې

شاعرې

منگل، 15 اکتوبر، 2024

وخت به راځي چې غاښ د زهرو به ښامار نه لرې

 


وخت به راځي چې غاښ د زهرو به ښامار نه لري

منصور بــه ګــرځي مستــانـه مــلا بــه دار نـه لري


مــارغان دې راشي زموږ لپو کې دې ځالې وکړي

غــر مــو نښتر نــه لــري ؛ کلی مــو چنار نـه لـري


مينې ګيله پــه غريو نيولې انــداز داسې وکــړه

خلک په خپلو کارو بوخت دي په ما کار نه لري


وخپل تارونه يې سنـدرو تــه زنــدۍ جــوړېږي

کـوم يو رباب چې مطرب نه لري، شاتار نه لري


څڼو ته څنډ ورکړه چې خلک په رڼا پسې مري

د کلي لـــمر تنــدر نيولی دی، سهار نــه لــــــري


راشه څاروان یې شه کاروان يې کړه د ذوق لېونی

پـه غــــرونو سر دی د سنــدرو ښار تـه لار نه لري


پیرمحمدکاروان ورځ ۳۰ جولائ

ایک تبصرہ شائع کریں

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

نام

ای میل *

پیغام *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف