تۀ پرېږده ائينه، دې ائينه کښې ځان ته ګوره

شاعرې

منگل، 12 نومبر، 2024

تۀ پرېږده ائينه، دې ائينه کښې ځان ته ګوره

 


تۀ پرېږده ائينه، دې ائينه کښې ځان ته ګوره

موضوع! زما د شعر په سانچه کښې ځان ته ګوره


مونږ پرېږده په راټوله پېمانه کښې ځان ته ګورو

 واعظه! تۀ په ويړه مصله کښې ځان ته ګوره


قسم دی په خپل ځان به افتخار وکړې زړګيه!

لږ لاړ شه او د خلقو رويه کښې ځان ته ګوره


د ورځې، د لېمو سره فرصت د کتو نۀ وي

د ورځې ځان ته مه ګوره په شپه کښې ځان ته ګوره


کلونه ډېر وسيع وي خدوخال پکښې ړنګېږي

شفافه ننداره کوه، لمحه کښې ځان ته ګوره


د هوش د امتحان د پاره دا هم تجربه ده

په خوب کښې راويښېږه په نشه کښې ځان ته ګوره


ګفتار که زده کوې د کردارونو خولو ته ګوره

کردار که جوړوې نو په قيصه کښې ځان ته ګوره


قېصره! چې د حسن فرشته په غږېدو شي

بيا غوږ شه، د هغې په پېرايه کښې ځان ته ګوره

ایک تبصرہ شائع کریں

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

نام

ای میل *

پیغام *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف