لـمـبې د حُـــــسن په درياب کيده
بيا په سينه مې سور ګلاب کيده
ماله تسبي راکه چې ذکــــر کووم
دي ذاهدانو ته شــــــراب کـــــيده
خپلو بچــو له دا نامې د آمــــــــن
چاله کــتاب جاله رباب کـــــــــــيده
ما ســره زړه زما خــوشحــاله نه دے
ته يې د زان ســــره جــناب کــيده
د درد د شـوره که مــزه مې آخلې
نو په داغ داغ راله تيزاب کـــــيده
ځوانه ځوانئ له که دي آمــن غواړې
قـــــــــدم په لار د انقلاب کـــــــيده
وس به يې پته د ايمـــــــان ولـــږي
ورته کــباب کــــــيده شــــباب کــيده
عثمان خیالی د خپلی مــينی منګـــول
زمــــا په زړه خانه خــــراب کــــــيده
عثمان خیالی
ایک تبصرہ شائع کریں