هغه غټ جومات ته خوبان ځي راځي
زړۀ کښې د ملا صېب ايمان ځي راځي
شمع غوندې مخ له پتنګان درومي
سخا مخ له پۀ ډالو مچان ځي راځي
مسته خوشبوئي د کشمالو چې وي
کور کښې به پۀ خلقو پېريان ځي راځي
بوي چې د ځوانۍ پۀ چا کښې اولږي
روح له ئې د مينې شيطان ځي راځي
مينه کښې آسمان هم څڅوي اوښکې
دا چې پۀ سپرلي کښې باران ځي راځي
شولو روغــانــے پۀ شاعرۍ کښې پير
خوا له ئې نامتو شاعران ځي راځـي
عبدالرحيم روغاني
۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔
ایک تبصرہ شائع کریں